د ITU له عمومي مشر سره د مخابراتو وزارت او د اترا ادارې رهبري هیئت ګډه ناسته

mcitadmin
سه‌شنبه ۱۳۹۶/۴/۱۳ - ۵:۳
sad

د مخابراتو نړیوالې اتحادیې یا (ITU ) له مشر ښاغلي هولن ژاو (Houlin Zhao) سره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او د اترا ادارې رهبرۍ او مشرانو ګډه ناسته وکړه.
په سرکې د مخابراتو محترم وزیر شهزاد اریوبي ښاغلي ژاو ته د ښه راغلاست ترڅنګ په کُلي توګه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وضعیت، د بریښنایي حکومتولۍ د دودولو او پراخولو، ډیجیټل کاسا پروژې چې د سیمه ایز تصال، بریښنایي حکومتولۍ، د معلوماتو د امنیت پیاوړتیا، په دغه سکټور کې د مخابراتي فعالیتونو تنظیم او ظرفیت جوړونې، د نورې فایبر پراختیا په اړه زمو نږ پنځه کلنې ستراتیژۍ او د اسان خدمت ادارې په تړاو چې د عامه خدمتونو او د دولتي پروسو په ساده کولو کې بنسټیز نقش لري مفصل معلومات وړاندې کړل

همدارنګه د بریښنایي پیژندپاڼو توزیع یادونه یې وکړه چې سیستمونه یې د مخابراتو وزارت لخوا جوړ شوي دي. سربیره پردې د پاسپورټونو د توزیع لپاره د سیستم نصبولو، کورنیو او بهرنیو اتباعو ته د کاري جوازونو ورکولو لپاره په الکترونیکي شکل د آنلاین سیستم رامنځ ته کول چې خلکو ته یې اسانتیا رمنځ ته کړي دي، د موبایل له لارې دولتي مامورینو ته د معاشونو د ورکړې پروګرام، د دې ترڅنګ په دولتي ادارو کې د GRP سیستم د تطبیق، د ترافیکو سیستم د بریښنایي کولو لکه د موټر لایسنس، جواز سیر او نورو اړونده کارونو په تړاو چې اساسي ګامونه پکې پورته شوي دی، همدارنګه د افغان ټیلي کام شرکت او برنامو څخه یې یادونه وکړه، د نوري فایبر تمدید، د 4G دودلو او حرارتي بریښنا په سولري بدلولو په اړه یې شپړ معلومات ورکړل

دغه راز د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې مشر دوکتور نجیب الله عزیزي د مخابراتي سکټور او د یادې ادارې برنامو، او د 4G او 5G په دودولو کې د ITU د ژمنو د تطبیق په اړه معلومات وړاندې کړل.

په اخر کې د ITU سکرتر جنرال د افغانستان د مخابراتي سکټور د رهبرۍ فعالیتونه وستایل او د افغان ټیلي کام او د اترا ادارې له مختلفو برخو څخه یې لیدنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۱۵:۲۱
Background image

ننګرهار ولایت شپږو ولسوالیو کې ۶ مخابراتي انټنونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د ننګرهار ولایت دره نور، ښېوې، پچیراګام، ګوشتې، خوګیاڼو او سرخ ولسوالیو ...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

د میدان وردکو ولایت یو شمېر سېمو کې د مخابراتي سایټونو له رغنیزو چارو څارنه ترسره شوه

د یادې څارنې په ترڅ کې اړونده شرکتونو ته سپارښتنه وشوه څو رغنیزې چارو کې کیفیت او معیار...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۱۵:۷
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مالیې او ټولګټو وزارتونو سره د تخنیکي سیسټمونو د پیاوړتیا په موخه ګډه ناسته وکړه

د تخنیکي سیستمونو د پیاوړتیا، تخنیکي همغږۍ د زیاتوالي، او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم د اغېزمن تطبیق په موخه...

بېرته خبرونه ته