د روانو او راتلونکو پروژو په اړوند د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او نړیوال بانک تر منځ خبرې اترې

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د روان ۱۳۹۵ کال د مرغومې (جدی) د میاشتې په لومړی نیټه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مشرتابه د نړیوال بانک ماموریت سره وکتل او د وړیا مرستو پروګرام (PPG) ،CASA نوې ډیجیتل او روانو پروژو په ګدون پر بیلا بیلو موضوعاتو یې خبرې وکړې.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي عبدالرزاق وحیدی د پلاوي هرکلی وکړ او د تصویب شوې پرانیستې لاسرسۍ پالیسي، د مخابراتو وزارت د ستراتژیک پلان او د پایلو پر بنسټ مدیریت نوي پلتفورمونو په اړه معلومات شریک کړل. وروسته د نړیوال بانک د ماموریت مشر ښاغلي راجندرا د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مشرتابه ته د نویو نوښتونو په اړه چې د مخابراتي پرمختګ او د افغانستان خلکو ته د ښه خدمتونو د وړاندې کولو په لوربنسټیز ګامونه دي مبارکي وویله.

وروسته، هغه د نړیوال بانک په مشرۍ د روان ICTDP د پلي کولو په اړه خبرې وکړې او له درېیو مختلفو لارو، لکه شمال ختیځ، جنوبي او مرکزي برخو په اوږدو کې د نوري فایبر پروژو د غزولو په هکله د یوې بشپړې ارزونې اړتیا وړاندیز وکړ. ښاغلي راجندرا وویل: پروژې د پلي کیدو په حالت کې دي او د نويو معلوماتو انتقال او په سیمه یزو ټولنو کې د هغو د اغیزو څرنګوالي څیړلو ته اړتیا شته. همدا راز هغه پر داخلي او سیمه یزو اتصالاتو د خوست د غلام خان بندر د فایبر په اهمیت رڼا واچوله او د مخابراتو وزارت څخه یې وغوښتل چې د فایبر 20 کیلو متر کیبل ترمیم کړي چې دا به د مالیې وزارت د ګمرکاتو ریاست اتصال اسانه کړي.

ښاغلي راجندرا د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ لپاره پر PPG او د نړیوال بانک د نوي پروګرام په باره کې معلومات وړاندې کړل. هغه وویل چې د PPG لا د مخه شتون لري او د ریئسانو بورډ به د 2017 زیږدیز کال د جون د میاشتې په 30 مه نیټه د کاسا ډیجیټل (Digital CASA) پای ته ورسوي. هغه زیاته کړه چې د قزاقستان هیواد دا پروژه منظوره کړې ده او مونږ تاجکستان، ازبکستان ترکمنستان او سیمې نورو هیوادونو سره د خبرو اترو په بهیر کې یو.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي وحیدي د نړیوال بانک له سخاوتمندانه مرستو او هڅو څخه مننه وکړه او د هغوي څخه وغوښتل د نوي پروژې بهیر ګړندی کړي. هغه وویل چې دا د افغانستان او د سیمې هیوادونو لپاره ډیره مهمه پروژه ده. ښاغلي وحیدی زیاته کړه چې ټولیزه تګلاره دا ده چې د ښوونځیو، روغتونونو، پوهنتونونو او عامه ادارو لپاره د اړیکو تر ټولو ښه او زیات شمیر لارې ولټوو چې په پایله کې د ولایتونو او مرکز په کچه برښنایز حکومتولي پلې شي.

د خبرو بله برخه د ښاري منشور د پروګرام له مخې د هیوادوالو د اتصال موضوع وه.

ښاغلي وحیدي د مخابراتو وزارت د معلوماتي ټکنالوجۍ مرستیال ښاغلي ایمل مرجان ته دنده وسپارله چې د اړوندو دولتي وزارتونو سره بحث وکړي او معلوم کړي چې د مخابراتو وزارت څه ډول مرستو ته اړتیا لري. همداراز د ښاغلي مرجان څخه وغوښتل شول چې د HOSA پروژې له لارې د 30 مبایل اپلیکیشنونو د پرمختګ لپاره د مخابراتي ټکنالوجۍ او مبایل آپریټرانو سره په ګډه کار وکړي. 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۲:۲۸
Background image

هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې داتصالاتو مخابراتي شرکت یو سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د یاد مخابراتي سايټ په جوړېدو سره به د لښکرګاه ښار بی ټي ون سیمې سربیره ډیری نیږدې سیمې له انټرنټي او مکالماتي...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۲:۳
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تخنیکي ټیمونو له لوري یو شمېر امارتي وزارتونو کې د ظرفیت لوړونې پروګرام پیل شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د تخنیکي او مسلکي ټیمونو له لوري په بېلابېلو وزارتونو کې د ظرفیت لوړونې...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۱:۳۸
Background image

میدان وردګو ولایت کې د لوړ تناژ ترازوګانو سیسټم جوړ او تطبیق شو

د یاد سیسټم په تطبیق سره به نه یوازې چارې آسانه او چټکې شي بلکې له مخې به یې په قانوني ډول د غټو موټرانو د بار اندازه...

بېرته خبرونه ته