ندا ټیلیکام ،آی او ګلوبل او آریانا نیټ ورک سرویس انټرنیټي شرکتونو ته د وایمکس جوازونه ورکړل شول

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت لخوا د ندا ټیلیکام ،آی او ګلوبل او آریانا نیټ ورک سرویس انټرنیټي شرکتونو هره یوه ته د ۵۲۰۰۰۰ امریکایي ډالروپه مقابل کې د وایمکس بروډ بانډ جوازونه ورکړل شول په هغه غونډه کې چې په همدې مناسبت دمخابراتو او معلوماتي ټکنالوجي په وزارت کې جوړه شوې وه، د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزیر محترم امیرزي سنګین، د ماليې او عدلیې وزارتونو مرستیالانو د مخابراتو وزارت رهبري هیُت او ګن شمیر رسنیو برخه اخیستې وه.
محترم امیرزي سنګین وویل چې اوس مهال په نړۍ کې معلوماتي ټکنالوجي ډیر رول لري نو مونږ هم هڅه کوو چې د اوسنیو بریالیتوبونو سره بیره په ګران هیواد افغانستان کې معلوماتي ټکنالوجي ته لا نوره پراختیا ورکړو .


ښاغلي سنګین زیاته کړه چې افغانستان اوس مهال په مخابراتي سکتور کې ډیر پر مخ ولاړ دی او د سیمې د ډيرو هیوادونو څخه مونږ په دې برخه کې وړاندې یو. اوس مونږ هڅه کوو چې د ټیلفوني خدمتوتو ترڅنګ چې د انټرنیټوخدمتونوپه برخه کې هم ښې لاسته راوړنې ولرو. مونږ تر اوسه د دریم نسل (
3G ) انټرنیټي خدمتونو جوازونه دریو مخابراتي شرکتونو اتصالات، MTN او روشن ته ورکړې چې اوس کابو په ۱۲ لویو ښارونو کې نوموړي خدمتونه وړاندې کوي . وایمکس بروډ بانډ چې د انټرنیټي خدمتونو لپاره یوه بله پرمختللې ټکنالوجي ده نن به دریو نورو انټرنیټي شرکتونو هر یو ندا ټیلیکام ، آی او ګلوبل او آریانا نیټ ورک سرویس ته دهغې جوازونه ورکړل شي نوموړي وویل چې 3G او وایمکس تر منځ توپیر دادی چې له 3G څخه عام ولس ګټه اخیستې شي او وایمکس د دولتي ادارو، سفارتونو، شرکتونو او موسساتو لپاره کارول کیږي. او زمونږ موخه داده چې له یو خوا په مارکیټ کې ازادې او سالمې سیالې ته لاره هواره شي او بل پلوه به په هیواد کې د پانګه اچونې نورې زمینې برابرې هم شي.
دغونډې په پای کې محترم سنګین د ژورنالیستانو د پوښتنو د ځواب په ترڅ کې زیاته کړه چې په راتلونکو
۲ کالونو کې به د هیواد څه نا څه ۸۰ سلنه خلک له انټرنیټي خدمتونو نه برخمن شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۵۹
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ښاغلی وزیر صاحب رسماً د وزارت کارکوونکو ته معرفي شو

د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله تعالی د فرمان له مخې، د فاریاب ولایت مخکینی والي او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت نوی ټاکل شوی وزیر... . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۰
Background image

کابل کې د لومړي ځل لپاره په امتحاني ډول ۵جی خدمات پیل شوي

په دغې ناسته کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رئیس ښاغلي علي الله سروري د خپل شرکت د لاسته راوړنو او فعالیتونو ګزارش...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۵
Background image

بامیان ولایت یکاولنګ ولسوالۍ کې د سټلایټ د ۲ غیرقانوني دستګاوو فعالیت ودرول شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې پر بنسټ، د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اټرا) د قانون له مخې...

بېرته خبرونه ته