د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د رئیسانو او آمرینو د تخنیکی ظرفیت آرزونه
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د رئیسانو او آمرینو د تخنیکی ظرفیت د آرزونې ورکشاپ د اداري اصلاحاتو او ملکی خدمتونود کمیسیون په همکاری د ښاغلی الحاج وهاب الدین سادات د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري مرستیال او د تخنیکی ظرفیت د آرزونې مسؤلینو په ګډون د وزارت د کنفرانسونو په خونه کې جوړشو.
د ورکشاپ په پیل کې ښاغلی خلیل الله خلیل د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د بشری سرچینو رئیس د لارښودونکي وینا پرمهال وویل: د یاد ورکشاپ په لاره اچول د وزارتونو د تخنیکی ظرفیت آرزونه ده.
د ورکشاپ موخې دا دي چې د نهادونو ظرفیتونه د هیواد اتباعو ته خدمتونه وړاندې کړي، د دی توان ولري چې بودیجي مرستې اندازه کړي . د محترمو رئیسانو ریښتوني او دقیق ځوابونه به وکولای شي د ملاتړ کوونکو ګروپونو حمایت په هغو برخو کې ترلاسه کړو کوم چې ډیره اړتیا ورته احساس کیږي ، او په مستقیمه توګه به دغه مرستې وزارتونو ته کمک شي تر څو د هغه د پایلو د تصمیم نیوني په پروسه کې ورڅخه ګټه واخیستل شي.
نوموړې آرزونه په دریو برخو کې ترسره کیږي:
1 - سروې او اندازه کول
2- تعقیبی پوښتنې
3- د موجوده تجهیزاتو او توکو لیست ، د مختلفو اسنادو پړاؤنه
وروسته بیا ښاغلی حفیظ الدین دمخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د دیتابیس او سوانح آمر د تخنیکی ظرفیت د آرزونې په اړه لنډ معلومات ورکړل .
د ورکشاپ د پای ته رسیدوڅخه وروسته د تخنیکی ظرفیت د آرزونې د راپور ورکولو ټیم په هر وزارت خانه کې معلومات را ټول او هغه به وآرزوي .
د وزارتونو د معلوماتو په اساس یو لومړنی راپور جوړشوی تر څو وروسته د وزارت له محترم مقام سره بررسی او بیا پری نظر ورکړل شي .
یاد ورکشاپ د وزارت رهبری ته یو فرصت دی تر څو خپل نظریات د آرزونې په پایله کې وړاندې کړي ، او وروستنې راپور کې د معلوماتو تحلیل، د رئیسانو او آمرینو دنظریاتو را ټولول ځای پرځای شوي دي، او هغه ټکي چې ښه والي ته اړتیا لري د هغو وړانديزونه جوړ او په لوړه سطح به وړاندې شي.
د ورکشاپ لومړی ورځ د پوښتنو حلولو او د فورمو ډکولو ته او همدا راز د ورکشاپ دویمه ورځ د رئیسانو او آمرینو د نظریاتولپاره ځانګری شوی وه . د ورکشاپ په پای کې ښاغلي الحاج وهاب الدین سادات د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري مرستیال د یادې پروژې د مسؤلینو څخه چې هميشه یې د کارکوونکو دظرفیتونو د لوړولو په برخه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سره همکارې کړي ده مننه وکړه.