د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د رئیسانو او آمرینو د تخنیکی ظرفیت آرزونه

mcitadmin
Thu, Jan 01 1970 5:03 AM

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د رئیسانو او آمرینو د تخنیکی ظرفیت د آرزونې ورکشاپ د اداري اصلاحاتو او ملکی خدمتونود کمیسیون په همکاری د ښاغلی الحاج وهاب الدین سادات د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري مرستیال او د تخنیکی ظرفیت د آرزونې مسؤلینو په ګډون د وزارت د کنفرانسونو په خونه کې جوړشو.

د ورکشاپ په پیل کې ښاغلی خلیل الله خلیل د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د بشری سرچینو رئیس د لارښودونکي وینا پرمهال  وویل: د یاد ورکشاپ په لاره اچول د وزارتونو د تخنیکی ظرفیت آرزونه  ده.

د ورکشاپ موخې دا دي  چې د نهادونو ظرفیتونه د هیواد اتباعو ته خدمتونه وړاندې کړي، د دی توان ولري چې بودیجي مرستې اندازه کړي . د محترمو رئیسانو ریښتوني او دقیق ځوابونه به وکولای شي د ملاتړ کوونکو ګروپونو حمایت په هغو برخو کې ترلاسه کړو کوم چې ډیره اړتیا ورته احساس کیږي ، او په مستقیمه توګه به دغه مرستې وزارتونو ته کمک شي تر څو  د هغه د پایلو د تصمیم نیوني په پروسه کې ورڅخه ګټه واخیستل شي.

نوموړې آرزونه په دریو برخو کې ترسره کیږي:

1 -    سروې او اندازه کول  

2-    تعقیبی پوښتنې

3-    د موجوده تجهیزاتو او توکو لیست ، د مختلفو اسنادو پړاؤنه

وروسته بیا ښاغلی حفیظ الدین دمخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د دیتابیس او سوانح آمر  د تخنیکی ظرفیت د آرزونې په اړه لنډ معلومات ورکړل .

د ورکشاپ د پای ته رسیدوڅخه  وروسته  د تخنیکی ظرفیت د آرزونې د راپور ورکولو ټیم  په هر وزارت خانه کې معلومات را ټول او هغه به وآرزوي .

د وزارتونو د معلوماتو په اساس یو لومړنی راپور جوړشوی تر څو وروسته د وزارت له محترم مقام سره بررسی او بیا پری نظر ورکړل شي .

یاد ورکشاپ د وزارت رهبری ته یو فرصت دی  تر څو خپل نظریات د آرزونې په پایله کې وړاندې کړي ، او وروستنې راپور کې د معلوماتو تحلیل،  د رئیسانو او آمرینو دنظریاتو را ټولول ځای پرځای شوي دي، او هغه ټکي چې ښه والي ته اړتیا لري د هغو  وړانديزونه جوړ او په لوړه  سطح به وړاندې شي.

د ورکشاپ لومړی ورځ د پوښتنو حلولو او د فورمو ډکولو ته  او همدا راز  د ورکشاپ دویمه ورځ د رئیسانو او آمرینو د نظریاتولپاره ځانګری شوی وه . د ورکشاپ په پای کې ښاغلي الحاج وهاب الدین سادات د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري مرستیال د یادې پروژې د مسؤلینو څخه چې هميشه یې د کارکوونکو دظرفیتونو  د لوړولو په برخه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سره همکارې کړي ده  مننه وکړه.