خصوصي مخابراتي او انترنتي شرکتونه نقدې جریمه شول
غونډه چې په همدې اړوند د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجی په وزارت کې جوره شوی وه.
ښاغلی انجنیر عبدالوکیل شیر "ګل"د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداري " رئیس " ښاغلی غلام جیلانی "وزیری" د مقام د دفتر رئیس ښاغلی انجنیر خیرمحمد "فیضی" د مخابراتی خدمتونو د تنظیم اداریغړی اعطا محمد " یاری" دمخابراتيخدمتونو د تنظیم اداره غړي د مخابراتو وزارت رهبري هئیت او ځینو نورو میلمنو ګډون کړی وو
د غونډې په پیل کې ښاغلی انجنیر خیرمحمد فیضی وویل : د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداري ( اترا) په هیواد کې دمخابراتي سکتور یواځنۍ مسؤله مرجع ده چې د احکامو ، قانون ، مقرارتو سره سم د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په چوکات کې په خپلواګه توګه فعالیت کوي.
د مخابراتو د تنظیم اداری د قانون او مقرارتو سره سم هر یوخصوصي مخابراتي شرکتونو چې د سیم کارتونو د نوم لیکنې بهیر ئیپه پام کې نه دې نیولي په ۱۳۸۹ کال کې دو میلیونه افغانی جریمه کړل چې ټول تال اتګل شوی جریمه په شرکتونو باندې د ۱۲ سلنه اضافه د نه تحویلی له امله چې ( ۱۰،۹۶۰،۰۰۰ ) افغانۍ کیږی دغه ټولې جریمې د سیم کارتونو د نه ثبتولو له کبله وې چې بانک ته تحویل شوي دي.
همدارنګه د معیارنو نه رعایتول او د کیفیت خرابوالي له امله مخابراتی شرکتونوجریمه ده چې د قانون احکامو او د مخابراتو د تنظیم د قانون او د صادر شو جوازو سره سم مخابراتی شرکتونونه مکلف دی چې د لورکیفیت خدمتونه وړاندی کړی د مخابراتی خدمتونو کیفیت په صادر شویو جوازنو کې یاد شوي دي. د مخابراتو د تنظیم ادارې د مخابراتي خدمتونو د کیفیت د اټګل لپاره نوي اومدرن تجیهزات اخیستي دي چې د مبائیل تیلیفون په هر ربع کې په مرکز او وولایاتو کي اټګل کوي .
د یاد شويو مخابراتي شرکتونو خدمات او کیفیت د جواز له معیارونو څخه کم وو اوله د ۲۰۰۷ کال نه تر اوسه نقدي جریمه شوي دي . پر وضعه شویو جریمو، برسیره، ۱۲ سلنه نورې اضافي جریمي ددې لپاره چې بانکونو ته يې پخپل وخت ندي ورکړي، وضعه شوې ، ټول ټال جریمې ( ۵۱،۲۶۹،۹۹۳ ) افغانۍ کیږي.
همدا راز انترنتي شرکتونو هم نقدي جریمه شول.
انترنتی شرکتونونه مکلف وو چې د غیر اخلاقي سایتونه لپاره فلتر نصپ او یاد شوي سایتونه بند کړي چې ډیریو نت کافیو ګانو له دستور څخه سر غړونه کړې ده چې د مخابراتو خدمتونو د تنظیم ادارې د پلتنی له غړو له خواه تثبیت او په لاندې ډول جریمه شول .
HQNنت کافی ۲۵۰۰۰ افغانۍ
روشنائی نت کافی ۲۵۰۰۰ افغانۍ
اکسپلورل نت کافی ۲۵۰۰۰ افغانۍ
همدارنګه هغه شرکتونه چې د قانونی جواز څخه ېېپرته انترنتی خدمتونه وړاندي کول.
د مخابراتی احکامو او قانون سره سم هیڅ مرجع او ارګان د جواز څخه پرته نه شي کولا چې په غیرقانونی توګه فعالیت وکړي.
هغه شرکتونه چې په غیر قانونی توګه ېېفعالیت کو.
1 – بزنس سنتر ۵۰۰۰۰۰ افغانۍ
۲- شرکت IDIL۵۰۰۰۰۰ افغانۍ
۳- شرکت سراسری دوستان ۵۰۰۰۰۰ افغانۍ
۴-ګرین الیمون ۵۰۰۰۰۰ افغانۍ
د غونډی په پای کې ښاغلی انجنیر خیرمحمد فیضي په هلمند ولایت کې دمخابراتي خدمتونو د تړلو په هکله رسنیوته معلومات وراندې کړل