بادغیس ولایت کې د روشن مخابراتي یو سایټ فعال او ګتې اخیستنې ته وسپارل شو
د هیواد لېرو او محرومو سیمو ته د مخابراتی چوپړ برابرولو په موخه د بادغیس ولایت بالامرغاب ولسوالۍ موریچاق سیمه کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ، فعال او ګتې اخیستنې ته وسپارل شو.
د دغه سایټ په فعالېدو سره به د یادې او شاوخوا سیمو وګړي مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو ته لاسرسی ترلاسه او په دې برخه کې یې ستونزې حل شوې دي.
دیادونې وړده چې د یادو سیمو اوسېدونکو د دغه سایټ له فعالېدو څخه خوښي څرګنده کړه او دا یې د خپلو مخابراتي او انټرنیټي اړتیاوو د پوره کېدو، د اړیکو د ښه والي او د سیمې د پرمختګ لپاره یو مهم اقدام بللی دی.
