د لوګر ولایت مرکز پل علم کې د اټوما مخابراتي شرکت ۴ مخابراتي سایټونو فورجي ته ارتقاء وکړه

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۲:۳۱
شرکت اتوما

د مخابراتي خدمتونو د کیفیت د لوړولو په موخه د هېواد په ټولو برخو کې د مخابراتي شرکتونو د سایټونو د ارتقاء چارې روانې دي چې له مخې به یې د مخابراتي شرکتونو کیفیت کې ښه والی راشي د همدې لړۍ په دوام د لوګر ولایت مرکز کې د اټوما مخابراتي شرکت د  ۴ مخابراتي سایټونو ظرفیت ۴ جي ته لوړ کړای شو.

په همدې موخه جوړې شوې غونډه کې چې د لوګر ولایت مرستیال والي ښاغلي الحاج مولوي محمد انور دین پرور، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د عامه اړیکو رییس او ویاند، د لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رییس ښاغلي مولوي مطیع الله عابد، اټرا ادارې استازي او د اټوما مخابراتي شرکت مسؤلینو ګډون درلود.

دغې غونډه کې د لوګر ولایت مرستیال والي ښاغلي الحاج مولوي محمد انور دین پرور د خپلو څرګندونو په ترڅ کې یادونه وکړه چې اوس مهال د ډاډمن امنیت له مخې د زیربناو په ایجاد او رغونې برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی او له مخابراتي شرکتونو یې مننه وکړه چې د لوګر ګڼ شمېر سیمو ته یې خپل خدمات غځولي.

ورته مهال د لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رییس ښاغلي مولوي مطیع الله عابد یادونه وکړه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت، اترا اداره او ولایتي ریاست تل هڅه کوي چې د ولسونو غوښتنې واوري او هغوی ته د مقام د هدایت په اساس غوره مخابراتي چوپړ وړاندې کړي .

له فتحې وروسته د لوګر ولایت بیلابیلو سیمو کې د ګڼو مخابراتي شبکو کابو ۲۳ مخابراتي انټنونه نصب شوي چې د مکالمو سربیره انټرنټي چوپړ هم وړاندې کوي او همدا راز یاد ولایت کې تر دې دمه د ۳۳ مخابراتي سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شوی او لا هم یاد ولایت کې د کیفیت د ښه کولو په موخه د سایټونو پر ارتقاء کار روان دی.

د یادونې وړ ده د لوګر ولایت هغه سیمې چې هیڅ راز مخابراتي آسانتیاوې یې نه درلودې د اترا ادارې د ټي ډي اف لسمې پروژې له مخې ورته ۹ مخابراتي سایټونه په نظر کې نیول شوي چې له ډلې یې ۲ ګټې اخیستنې ته چمتو او د پاتې مخابراتي سایټونو رغنیزې چارې روانې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۷:۳۵
Background image

دپروان ولایت سیاه ګرد غوربند ولسوالۍ کې د اتصالات مخابراتي شرکت یوسایټ له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د هیواد لېرو او محرومو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي چوپړتیاو چمتو کولو په موخه د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او ګډ تخنیکي ټیم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۶:۵۷
Background image

کونړ ولایت کې د غیرقانوني پوستي خدماتو د مخنیوي په موخه څارنه تر سره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې په یاد ولایت کې هغه شرکتونو چې د پوسټي خدمتونو په برخه کې یې فعالیت کاوه سپارښتنه و شوه تر څو غیر قانوني پوستي...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۳:۵۳
Background image

د معلوماتي ټکنالوژۍ په نندارتون کې د علمي څېړنیزو پریزنټېشنونو د ګډون اعلان (Research Presentations from Academia)

د دې پروګرام موخه د پوهنتونونو، علمي څېړنیزو مرکزونو او د معلوماتي ټکنالوژۍ د صنعت ترمنځ...

بېرته خبرونه ته