په هیواد کې د ترانسپورتي خدمتونو د الکترونیکې کیدو په پار، د مخابراتو او ترانسپورت وزارتونو تر مېنځ هوکړه لیک لاسلیک شو.

ashiq_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۶/۲۷ - ۸:۵۹
په هیواد کې د ترانسپورتي خدمتونو د الکترونیکې کیدو په پار، د مخابراتو او ترانسپورت وزارتونو تر مېنځ هوکړه لیک لاسلیک شو.

نن سه شنبه د وږې میاشتې شپږ ویشتمه نېټه، د مخابراتو سرپرست وزیر محمد فهیم هاشمي او ترانسپورت وزیر یما یاري تر مېنځ، د ترانسپورتي خدمتونو او ترافیکي اسانتیاوو د برېښنايي کېدو په موخه ګډه هوکړه لاسلیک شوه.
د مخابراتو سرپرست وزیر محمد فهیم هاشمي د هوکړه لیک لاسلیکولو په مراسمو کې وویل، دا به د هیواد د دیجتلي کېدو په برخه کې د افغانانو یو بل ستر ګام وي.
د نوموړي په وینا، د موټر چلولو برېښنايي جوازونو له وېش سره سم، د دواړو وزارتونو په ګډه همغږي، د برېښنايي جوازسیر وېشلو لړۍ د دغه وزارت یوه بله ستره لاسته راوړنه ده.
ښاغلي هاشمي وویل، د ټولو دولتي ادارو کاري چارې برېښنايي کول د دغه وزارت له کاري لومړیتوبونو څخه دي، چې دا لړۍ به لا هم دوام مومي.په هیواد کې د ترانسپورتي خدمتونو د الکترونیکې کیدو په پار، د مخابراتو او ترانسپورت وزارتونو تر مېنځ هوکړه لیک لاسلیک شو.

هغه زیاته کړه، ترانسپورت وزارت چې د دغه هوکړه لیک پر اساس یې، د برېښنايي او دیچتلي کېدو چارې د اسان خدمت ادارې په مرسته تر سره کیږي، له مخابراتو وزارت سره همکار وزارت دی.
د سرپرست وزیر په وینا، د دولتي ادارو برېښنايي کېدل د مخابراتو وزارت او خپله د هیواد مشرتابه ښاغلي محمد اشرف غني له مهمو اهدافو څخه دي، چې مخابراتو وزارت به په دې برخه کې هیڅ راز هڅې ونه سپموي.
د ترانسپورت وزیر یما یاري په دغو مراسمو کې وویل، ترانسپورت وزارت د اصلاحاتو په برخه کې مخکښ وزارت دی او له مخابراتو وزارت سره به د خپلو ادارې چارو د برېښنايي کېدو په برخه کې لا زیاتې هڅې وکړي.
نوموړي زیاته کړه، ډېر ژر به د افغانستان ترافیکو ملي اداره له ترانسپورت وزارت سره له تړل کېدو وروسته، د دغې ادارې ټولې چارې دیجتلي شي.
د نوموړي په وینا، ډېر ژر به د ترانسپورت په برخه کې یو کار وړ او روڼ سیستم رامېنځته شي، چې دا چاره به د عوایدو، امنیت او ښاري اسانتیاوو په برخو کې د هیوادوالو پر ژوند مثبت اغېز ولري.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۵ - ۱۶:۲۳
Background image

د پکتیا ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست کې ۱۵۰ تنه زده کوونکي د کمپیوټر په زده کړه بوخت دي

د پکتیا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست کې د ټکنالوجۍ د زده کړې او همدا راز د کمپیوټر یو شمېر مهمو پروګرامونو...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۵:۲
Background image

سمنګانو ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې د ۶ مخابراتى سایټونو ظرفیت لوړ شو

د یاد ولایت د ایبکو ښار مرکز میرکلال غونډۍ، حضرت سلطان ولسوالۍ مرکز او غزنیګګ کلي، د خرم سارباغ ولسوالۍ قره دونګ کلي، دره صوف ولسوالۍ په زیري او د خلم ولسوالۍ په...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۴:۱
Background image

لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، انټرنټي شرکتونو ،او غږیزو رسنیو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

نوموړي پۀ خپلو خبرو کې د انټرنېټي خدمتونو د وړاندې کؤلو پۀ پار د فريکونسي جوازليکونو د ترلاسه کولو...

بېرته خبرونه ته