د پکتیا ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست کې ۱۵۰ تنه زده کوونکي د کمپیوټر په زده کړه بوخت دي

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۵ - ۱۶:۲۳
ولایت پکتیا

د پکتیا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست کې د ټکنالوجۍ د زده کړې او همدا راز د کمپیوټر یو شمېر مهمو پروګرامونو په برخه کې ۱۵۰ تنه زده کوونکي چې د ښوونځیو، اداراتو او دولتي پوهنتون محصلین هم پکې شامل دي په زده کړو بوخت دي.

یاد روزنیز کورس کې د مجربو ښوونکو له لوري د ټاکل شوي نصاب په اساس زده کوونکو ته د ۶ میاشتو په موده کې تدریس کېږي او تر دې دمه ګڼ شمېر زده کوونکي له یاد پروګرام څخه فارغ او زده کړې یې ترلاسه کړي دي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اړوند ټولو ولایتونو کې د کمپیوټر ښوونیز مراکز فعال دي چې موخه یې د هېواد د ټکنالوجۍ په برخه کې د ظرفیتونو روزنه او همداراز اوسني عصر کې ټکنالوجۍ سره بلدتیا ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۶:۲۷
Background image

خوست ولایت مرکز او یوشمیر ولسوالیو کې د اتصالات مخابراتي شرکت د څلورو سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د خوست ښار د متون په ماجاني، د دوه سوه فامیلیو (B) پروژې، د مندوزیو ولسوالۍ په دوسرکې اود تڼیو ولسوالۍ په دورملکه سیمو کې...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۵:۸
Background image

د پنجشیر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

په دې ناسته کې، د مخابراتي شرکتونو استازو د خپل پرمختیايي پلانونو په اړه معلومات وړاندې...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۴
Background image

بېرته خبرونه ته