په هلمند ولایت کې درې مخابراتي پروژې پرانیستل شوې

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي امیرزي سنګین د روان ۱۳۹۳ کال د سنبلې میاشتې په ۱۶ مه نیټه هلمند ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ۳ مخابراتي (نوري فایبر، او د سلام 3G ) پروژو کار پرانیست او په ورته وخت کې د افغان ټلی کام ۵۰۰۰ لین لرونکي ډیجیټل ټلیفون بنسټ یې کیښود.

په دغه سفر کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر او ور سره پلاوی د هلمند ولایت د دولتي چارواکو او خلکو له تاوده هرکلۍ سره مخ شو او د نوموړي ولایت د ذکرشوي پروژو د کار په اړه یې په اړونده غونډه کې ګډون وکړ.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي امیرزي سنګين په یاده غونډه کې د مخابراتو او په ځانګړي توګه د معلوماتي ټکنالوجي د ارزښت او اهمیت په اړه یې معلومات ورکړ او همدارنگه په هیواد کې د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ د وضعیت او پرمختګ په اړه یې په تفصیل خبرې وکړې. ښاغلي سنګین وویل چې د مخابراتو سکتور په هیواد کې یو له بنسټیزو سکتورونو څخه دی چي د ښاریانو په اقتصادي، ټولنیز، علمی او فرهنګي چارو کې مهم رول لوبوي. اوسمهال د هیواد ۹۰ سلنه سیمې د مخابراتي خدمتونو تر پوښښ لاندې راغلي، د مخابراتو په برخه کې څه کم ۲،۵ ملیارډه ډالر پانګونه شوې چې زرګونو هیواد والو ته پکې د کار او بوختیا زمنیه برابره شوې، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت کلني عواید دولت ته له ۲۰۰ میلیون ډالرو څخه اوړي.

محترم امیرزي سنګين د خپلو خبرو په ترڅ کې په هلمند ولایت کې د مخابراتو او انټرنټ پرمختګونو ته اشاره وکړه او ویې ویل: چې د دغه درې پروژو په فعالیدو سره هلمند ولایت ښاریان ، دولتي او غیر دولتي بنسټونه به د معلوماتي ټکنالوجۍ او انټرنت خدمتونوته په مناسبه او ارزانه بیه لاسرسۍ ومومي او د خلکو په ژوند او چارو کې به د پام وړ بدلون رامنځته کړي. همدا راز د افغان تلیکام نوري فایبر چې د مخابراتو او انټرنټ په برخه کې یوه لویه ټکنالوجي ده او د سلام 3G په وسیله دهلمند  خلک کولای شي چې د هیواد ټولو ولایتونو او د نړۍ له هیوادونو سره اړیکې ټینګې کړي او خلکو ته به د پوهنې، لوړو زده کړو، روغتیا، کرنې او نورو برخو کې د پام وړ آسانتیاوې رامنځته شي.

وروسته د هلمند ولایت والي ښاغلي محمد نعیم د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لاسته راوړنو څخه ستاینه وکړه او د یادو پروژو پرانیستل یې د هلمند ولایت په کچه یو ستر پرمختګ وباله.

همدا راز په ولسي جرګه کې د هلمند ولایت استازې آغلې  نسیمې نیازۍ، د هلمند ولایتي شورا رییس او یو شمیر قومی مشرانو په وار سره خبرې وکړې او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر او ورسره پلاوي ته یې ښه راغلاست ووایه او د دغه وزارت د کارونو او لاسته راوړنو څخه یې ستاینې وکړې.

 

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

کندوز ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د هیوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د کندوز ولایت د چقرقشلاق په سیمه کې...

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

بېرته خبرونه ته