په هرات ولایت کې ۱۲۰۰۰ لینه ډیجیټل تلیفون،DSL او سلام شبکه پرانیستل شول

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي امیرزي سنګین د روان ۱۳۹۲ کال د دلوې میاشتې په ۲۷ مه نیټه هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د افغان ټیلی کام DSL او سلام 3G  شبکه پرانیستل او همدا راز د هرات ولایت په جبریل ښارګوټي کې د ډیجیټل ۱۲۰۰۰ لینه ټلیفون پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارله.

په دغه سفر کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر او ور سره پلاوی د هرات د خلکو او دولتي چارواکو اود هرات ولایت د والي  ښاغلی فضل الله واحدی ملمنو ته ښه راغلاست ووایه او له راتګ څخه یې هرات ولایت ته خپله خوښي څرګنده کړه.

ښاغلي واحدی د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت خدمتونه با ارزښته او د قدر وړ وبالل او د دغه وزارت لاسته راوړنې یې وستایلې. ښاغلي واحدی وویل: مونږ په یو تلفون پسې پاکستان ته تلو، خو اوس له نیکه مرغه په ټوله نړۍ کې مخامخ خبرې کولای شو او یو بل لیدلی هم شو دا لویې لاسته راوړنې دي او حتی زمونږ ګاوندي هیوادونه يې حیران اواندیښمن کړي چې افغانستان څرنګه تر دې حده پرمختګ کړی.

ښاغلي فضل الله واحدي زیاته کړه: چې په هرات ولایت کې د ۱۲۰۰۰ لینه ډیجیټل تلفون، سلام 3G ، DSL ، خدمتونه فعالیدل یو لوی ویاړ دی، هر هغه څوک چې د خلکو خادم دی هغه د خلکو سردار دی، د جناب وزیر صاحب له پاملرنې او هڅو څخه مننه.

ورپسې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي امیرزی سنګین خبرې وکړې او د هرات ولایت د خلکو د تاوده هرکلي څخه د مننې په څرګندولوسره یې وویل: ډیر خوښ یم چې هرات ولایت ته سفرکوم دا سفر ماته خورا با ارزښته دی نن د هیواد په یو تاریخي ولایت یعنی هرات کې درې د مخابراتي او انټرنټي خدمتونو پروژې پرانیستل کیږی چې دا به د یاد ولایت د خلکو په ژوند او چارو کې د پام وړ بدلون راولي.

ښاغلي امیرزی سنګین د خپلو خبرو په ترڅ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت لاسته راوړنو ته لنډه اشاره وکړه او ویې ویل: د مخابراتو په سکتور کې له دوه ملیاردوډالرو زیاته پانګونه شوې، او کلني عایدات یې دولت ته له ۲۰۰ ملیونو ډالرو اوړي، چی په ترڅ کې یې څه باندی ۲۰۰ زره هیوادوالو ته دکار زمینه برابره شوی او عملآ  په مستقیم او غیر مستقیم ډول  په دغه سکتور کې بوخت دی .

ښاغلي امیرزي سنګين د خپلو خبرو په دوام په هرات ولایت کې د مخابراتو او انټرنټ پرمختګونو ته اشاره وکړه او ویې ویل: چې په یو وخت د درې ( ډیجیټل ۱۲۰۰۰ لینه ټلفون، DSL ،سلام 3G او GSMA  مخابراتي او انټرنیټي پروژو د کار پیل یوه ستره لاسته راوړنه ده.

ښاغلي سنګین زیاته کړه: چې د ۱۲۰۰۰ لینه ډیجیټل تلفون په فعالیدو سره هرات ولایت تر کابل وروسته دویم لوی ولایت دی چې۸۷۰۰۰ لینه لري.

ښاغلي سنګین وویل DSL خدمتونو فعالیدو سره هر څوک کولای شي یو تلیفون واخلي هم خبرې وکړي او هم انټرنټ په ښه کیفیت او ارزانه بیه تر لاسه کړي. همدا راز د سلام 3G شبکه د نړی په کچه نوی او پرمختللی ټکنالوجي ده  چې خلکو ته د انټرنټ څخه په ګټه اخیستنې غوره اسانتیاوې برابروي او پدې برخه کې ۶۵ ملیون ډالر پانګونه شوې.

ورپسې د هرات د ولایتي شورا غړې میرمن فاطمي جعفری د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر او ورسره پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د دغه وزارت د کارونو او لاسته راوړنو څخه یې ستاینه وکړه.

 

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته