په افغانستان کې د ټکنالوجۍ لومړنی نندارتون پرانیستل شو

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

په افغانستان کې د ټکنالوجۍ لومړني نندارتون د روان ۱۳۹۴ کال د جوزا میاشتې په ۲۳ مه نیټه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست او معلوماتي ټکنالوجۍ مرستیال وزیر ښاغلي ایمل مرجان او رهبري هیئت، د مخابراتو وزارت پخوانی وزیر ښاغلي امیرزي سنګین، د پارلمان استازو ، دولتي او مخابراتي خصوصي کمپنیو د چارواکو په ګډون د افغانستان نندارتون مرکز په مرسته پرانيستل شو.

په دې نندارتون کې ۱۲۰ کورني  او بهرني مخابراتي کمپنيو خپلې لاسته راوړنې  وسايل او تجهيزات نندارې ته وړاندې کړل.

دا نندارتون دافغانستان نندارتون مرکز"  د نوي ښار د طره بازخان څلور لارې د   "کابل مال" په تجارتي مارکېټ کې د څلورو ورځو لپاره په لار اچول شوى دى.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزير او مرستيال ښاغلي ايمل مرجان، د دې نندارتون د پرانيستې په غونډه کې وويل، چې افغانستان په تېرو ١٣ کلونو کې د معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړى او ان د سيمې له ځينو هېوادونو سره اوږه په اوږه پر مخ روان دى.

هغه زياته کړه، تر اوسه په دې برخه کې ٢،٣ ميليارډ ډالر پانګه اچونه شوې ده او د ١٨٠زرو څخه زیات افغانانو ته کاري فرصتونه برابرې شوې دي.

ښاغلي مرجان  د نندارتونونو جوړول، د اقتصادي، ټولنیز مختګ او د پانګو راجلبولو لپاره ګټور وبلل.

نوموړي زياته کړه: "په دې شرايطو کې چې لا هم نا امني دوام لري، خو د ټکنالوجۍ برخې کمپنۍ د پرمختګ او پراختیا په حال کې دي او دا ښيي چې موږ افغانان په هر ډول شرايطو کې چمتو يو چې د خپل هېواد لپاره کار وکړو او پدې ډول کولای شو چې دولت ته ډیر عواید تر لاسه کړو.

د مخابراتو وزارت مرستیال ښاغلي ایمل مرجان د افغانستان نندارتون مرکز او مخابراتی کمپنیو د مرستو څخه مننه وکړه.

په دې نندارتون کې ټول ویناوال د نندارتونونو د جړولو پر اهمیت خبرې وکړې او د مخابراتو وزارت د لاسته راوړنو او نوښتونو څخه يې قدرداني وکړه.

د مالیې وزارت مالي مرستیال ښاغلي مصطفی مستور د هیواد په پرمختګ کې د مخابراتي سکتور اغیزه یې ارزښتناکه وبلله او د مخابراتو وزارت له هڅو څخه یې خپله خوښي څرګنده کړه.

همدا راز د سوداګی او صنایعو وزارت تجارتي مرستیال ښاغلي مزمل شینواري په ټولو برخو کې د نندارتونونو د جوړولو پر اهمیت خبرې وکړې. هغه د خپل خبرو په ترڅ کې وویل:  چې د دې نندارتون په لار اچول د نوې او معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې د پرمختګ  ښودل دي.

په دغه نندارتون کې  د اجرایه ریاست اقتصادي سلاکار ښاغلي قربان حقجو هم د دې نندارتون له جوړيدو څخه خوښې وښوده او د اهمیت په اړه يې خبرې وکړې او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ  په برخه کې د بهرني او داخلي پانګو په راجلبولو کې د مخابراتو وزارت هڅې یې وستایلې.

همدا راز د ولسي جرګې د مخابراتو او مواصلاتو کمیسیون منشي ښاغلي موسی خان نصرت پر پرمختیایي برخو کې د مخابراتو او ټکنالوجۍ پر ارزښت وینا وکړه او د مخابراتو وزارت هڅې یې وستایلې.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۴
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۴:۵۷
Background image

بامیانو ولایت کې د سلام مخابرتي شبکې ۳ سایټونو له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې قراردادی شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټونه د قرارداد د شرایطو سره سم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

کندوز ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د هیوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د کندوز ولایت د چقرقشلاق په سیمه کې...

بېرته خبرونه ته