پروان ولایت کې ۹۲ تنه د کمپیوټر زدهکړو مرکز څخه فارغ شول
![فراغت ۹۲ تن از کورس آموزشی کمپیوتر](/sites/default/files/2020-12/dwmyn_dwr_fraght.jpg)
دغه مراسیم چې د پروان ولایت مقام د کنفرانسونو په تالار کې د ډیجیټلي همغږی کونکي ریاست د دوهمې دورې د ۹۲ تنو زده کوونکو د فراغت په اړه نیول شوي وو، د نوموړي ولایت والي ډګر جنرال فضل الدین"عیار" د ولایت مقام مرستیال حاجي شاه والي"شاهد" او د ډیجیټلي همغږی کونکي رئیس حاجي عبدالناصر "زلمي" لخوا فارغو شویو زده کوونکو ته سندونه ورکړل شول.
دوی زده کوونکو ته په خپلو خبرو کې وویل چې ننني وخت کې د نوي ټکنالوجۍ زده کړه مهمه ده او همدا راز یې ورته بنسټیز مرکزونه د زده کوونکو لپاره مهم او ګټور وبلل.
غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسیده.