پروان ولايت ته د مخابراتي خدماتو وضعيت ارزونې په موخه د وزارت د لوړ پوړه پلاوي سفر

Author image
Alireza Khaliqyar
چهارشنبه ۱۳۹۷/۷/۴ - ۹:۳۴
hjh

چهار شنبه د ۱۳۹۷ د تلې ۴مه

د مخابراتو او معلوماټي ټکنالوجۍ اداري مرستيال محترم ډاکټر هادي هدایتي د وزارت د رئیسانو په شمول د یو پلاوي په مشرۍ پروان ولايت ته سفر وکړ.

په دغه سفر کې ښاغلي هدايتي د پروان والي محترم ډګر جنرال فضل الدين عيار سره ولیدل او په دغه ولايت کې يې د مخابراتي خدماتو د وضعيت په اړه خبرې وکړې.

محترم د پروان والي په دغه ولايت کې د مخابراتي خدماتو ، د ټکنالوژۍ د زیربناو د پرمختګونو او د نوري فايبر د پروژې د بشپړېدو له کبله د وزارت څخه مننه وکړه او ويې ويل چې د مخابراتو وزارت سره په همغږۍ به لا کوښښ وکړي چې په دغه ولايت کې د مخابراتي خدماتو پراختيا ته زمينه برابره کړي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ اداري مرستيال محترم هدايتي د پروان ولايت د مخابراتو او معلوماټي ټکنالوجۍ رياست څخه د ليدنې په ترڅ کې د مخابراتو، اترا او افغان ټېلېکام له ټولو کار کوونکو سره له نږدې وليدل او د هغوی د ستونزو اورېدلو وروسته يې د حل په برخه کې او هېوادوالو ته د ښه خدماتو وړاندې کولو په موخه مسؤولينو ته لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته