هېواد کې د مخابراتي ستونزو د حل لپاره هڅې

Author image
Alireza Khaliqyar
پنجشنبه ۱۳۹۸/۳/۹ - ۱۵:۳۸
تلاش برای حل مشکلات مخابراتی کشور

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست محترم محمد فهيم هاشمي نن د يو شمېر شرکتونو او د مخابراتي خدماتو د تنظیم ادارې (اترا) د مسؤولينو سره جوړوونکي ناسته درلوده.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزیر په دې برخه کې د خصوصي سکټور د پانګونې مننه وکړه او خصوصي شرکتونه يې غوره خدماتو او لا نورې پانګونې ته وهڅول.

په دې ناسته کې د مخابراتي خدماتو د بهبود، غږ د کېفيت، د قيمتونو د کمښت او همدا راز د مخابراتي خدماتو د کنټرول په اړه هر اړخيزه خبرې وشوې.

د مخابراتي شرکتونو او اترا ادارې مسؤولینو د همکارۍ د ژمنې تر څنګ، د پېرودونکو د خدماتو د بهترۍ، مخابراتي خدماتو کيفيت او همدا راز د خدماتو د تنظیم په اړه لازم معلومات شریک کړل.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په پام کې لري چې راتلونکې اونۍ د ټولو شرکتونو او اړوندو مسؤولينو سره ګډه ناسته ولري، تر څو د مخابراتي ستونزو د حل په برخه کې جدي ګامونه واخیستل شي
 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته