میدان وردګو ولایت کې د ای سي جي انټرنیټي شرکت له لوري د نوري فایبر غزولو پروژې عملي چارې پیل شوې

naweed_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۹:۱۰
ولایت میدان وردک

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مقام د منظورۍ په اساس د میدان وردګو ولایت له مرکز میدان ښار څخه تر زرخرید کوتل پورې د ۶۶ کیلو مترو په اوږدوالي د ای سي جي  (آسیا مشورتي ګروپ) انټرنیټي شرکت له لوري د نوري فایبر غزولوپروژې پلي کولو عملي چارې پیل شوې.

د دې پروژې په پلي کیدو سره به د میدان وردګو ولایت په میدان ښار کې د انټرنیټي خدمتونو په کیفیت کې د پام وړ ښه والی رامنځته شي او همداراز ترڅنګ به یې د انټرنېټ بیې راټیټې شي او د میدان وردګو ولایت د مرکز میدان ښاراړوند سیمو محترم اوسيدونکي به وکولای شي لوړ کیفیت انټرنیټ څخه په ټیټه بیه ګټه واخلي. او خپلې انټرنیټې ستونزې هوارې کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۵۷
Background image

ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د یو شمیر مخابراتي شرکتونو د پیرېدونکو خدمتونو له استازولیو څخه څارنه ترسره شؤه

دپیرودونکو خدمتونو استازولیوڅخه د سیم‌کارتونو د ویش، ثبت او راجستریشن او پیرودونکوته...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۳۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۶:۱۶
Background image

د خوست ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو لپاره سروې ترسره شوه

د هیواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي آسانتیاو برابرولو په موخه دخوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او...

بېرته خبرونه ته