معصومه خاوري لنډ ژوندلیک

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرهبانو معصومه خاوری

آغلې معصومه خاوري د جمعه خان لور په ۱۳۶۴ لمریز کال کې د سمنګان ولایت د دره صوف بالا ولسوالۍ په یوې متدینې او فرهنګي کورنۍ کې نړۍ ته سترګې غړولې دي.

نوموړۍ خپلې لومړنۍ او د لیسې دورې زده کړې په ۱۳۸۱ کال کې له وطن څخه لرې په مهاجرت کې په لوړه درجه پای ته رسولي دي، او په ۱۳۸۴کال کې د ترکۍ ژبې زده کړه یې په ډیره بریالۍ توګه د ترکیې هیواد په غازي پوهنتون کې بشپړه کړې ده او په ملي او ترکۍ ژبو پوره واک لري.‏

آغلې خاوري خپلې لوړې زده کړې په ۱۳۸۸ کال کې د ترکیې هیواد په آنکارا پوهنتون کې د روغتیایي علومو او طبي ټکنالوژۍ په برخه کې پای ته رسولې دي، او همدارنګه نوموړې خپلې د لیسانس دورې زده کړې په ۱۳۹۸کال کې له پیام پوهنتون څخه د حقوقو په څانګه کې لاسته راوړې دي، نوموړې اوسمهال د دولتي مدیریت په برخه کې په ماسټرۍ بوخته ده.

نوموړې د زده کړو د لاسته راوړلو او پای ته رسولو وروسته وطن او خلکو ته د چوپړ په موخه بیرته هیواد ته راستنه شوه.

آغلې خاوري د سمنګان ولایت د معززو خلکو له لوري په ملي شورا کې د منتخبې استازې په توګه وټاکل شوه او د ۱۳۸۹ څخه تر ۱۳۹۷ کلنو په اوږدو کې په ویاړ سره د هیواد او ولس چوپړ سرته رسولې، په ولسي جرګه کې د استازولۍ په موده کې د عدلي او قضایي چارو، د اداري اصلاحاتو او اداري او اخلاقي فساد پر وړاندې مبارزې کمیسون د غړې او منشي په توګه په پوره ایماندارۍ او پوهې دنده سرته رسولې ده.

همدارنګه نوموړې په ولسي جرګه کې له استازیتوب ورهاخوا د افغانستان د بشر حقوقو د کمیسون، مدني ټولنو او ښځو چارو غړیتوب لرلې او په دې برخه کې یې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې کړې دي.

آغلې خاوري په کال ۱۳۹۸ کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت  د ملي یوالي حکومت د اجرایه ریاست د مقام مشاوریت کې دنده ترسره کړی ده.

ولس او هیواد ته صادقانه چوپړ د نومړې ستره هیله وه او د آغلې خاورې تیرې کړنې دا ښیې چې تعهد او خوځښت، د فساد پر وړاندې مبارزه، نوښت او قاطعیت په کړونو کې د نوموړې ځانګړنې دي.

 

په درنښت

 

 

facebook icon  فیسبوک پاڼه

 

د مخابراتو او  معلوماتي ټکنالوجۍ پخوانی وزیر ښاغلی محمد فهیم هاشمي ژوندلیک هم دلته یې وګورئ.

د مخابراتو او  معلوماتي ټکنالوجۍ پخوانی وزیر ښاغلی شهزاد ګل آریوبي ژوندلیک هم دلته یې وګورئ.