د وزير لنډه پېژندنه

د مخابراتو او  معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر شهزاد ګل آریوبي ژوندلیک
Minister's photo

ښاغلی شهزاد ګل آریوبي د وزیر ګل زوی په ۱۳۵۹ کال په پکتیا ولایت کې زېږېدلی او لوړې زده کړې یې د ادارې او تجارت په برخه کې بشپړې کړې، ددې تر څنګ یې په کمپیوټر ساینس او معلوماتي ټکنالوژۍ کې ډپلومې او د PRINCE II تصدیقنامه ترلاسه کړې. ښاغلي شهزاد آریوبي په پلان او پالیسۍ، د اغېزمن مدیریت لپاره پلان جوړونې او د پروژو په مدیریت کې هم تخصص ترلاسه کړی دی. د یادونې وړ ده چې ښاغلي آریوبي له ملګرو ملتونو څخه د انګلیسي ژبې د فصاحت سند هم ترلاسه کړی، چې په دې برخه کې له معتبرو سندونو څخه بلل کېږي.

ښاغلی شهزاد گل آریوبي په برښنايي حکومتولۍ، د معلوماتي ټکنالوژۍ په زیربناوو، سایبر سیکورټي، نیټ ورکینګ او GIS سیسټم کې هم تخصص لري او د مورنۍ ژبې (پښتو) سربېره په دري، انګلیسي، عربي او اردو ژبو هم خبرې کولای شي.

نوموړی په ۱۳۸۹ کې د UNOCA/MIS په نهاد کې د ډیټابیس د آمر په توګه وګمارل شو او له هغې ورسته یې د UNAMA/RRR په دفتر کې د ساحوي دفتر د آمر په توګه، په UNDP/AIMS کې د پروژو د میریت د متخصص په توګه، په UNDP/AIMS د انکشافی مدیر په توګه، په USAID/CDP کې د میدان وردګو ولایت د هماهنګۍ مدیر په توګه، په USAID/CDP کې له دوست سره د همغږۍ د مدیر په توګه او د CBR له لارې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د پلان او پالیسۍ د سلاکار په توګه دندې ترسره کړي.

ښاغلی آریوبي په ۱۳۹۵ کې د آسان خدمت ادارې د عمومي رئیس په توګه وټاکل شو او کم وخت کې یې وکولای شو، چې د یادې ادارې له تأسیس سربېره د برښنايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې اغېزمن ګامونه پورته کړي.

ښاغلی شهزاد ګل آریوبي له انتقلالي دورې راپدې خوا په بېلابېلو مدني ټولنو او د ځوانانو په خوځښتونو کې فعالیت ترسره کړی او په دې برخه کې یې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې دي.

نومړي د پورتني بستونو د تصدۍ په موده کې، د نړیوالو مرستو او همکاریو په جلب او تطبیق کې مهم رول لوبولی او د افغانستان لپاره د مهمو پروژو په پلي کېدو کې مثمر ثابت شوی.

او د افغانستان اسلامی جمهوریت جمهور رئیس د ۱۵۷۲ ګڼې حکم پر بنسټ چې د زمري د میاشتې په ۱۶مه نیټه صادر شو ښاغلی شهزاد آریوبی په مخکیني بست کې د ښو او موثرو کړنو، لیاقت او شایستګۍ په پار د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست او نوماند وزیر وټاکل شو.