د Content Management System پيژندنه

Author image
Alireza Khaliqyar
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱/۲۰ - ۱۴:۲۶
برنامه معرفی Content Management System جهت تسهیل روند اطلاع رسانی در کشور

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د یو خبري کنفرانس په ترڅ کې د محتویاتو مدیریت سیستم معرفي کړ.

 د یاد سیستم پر بنسټ به د دولتي ادارو ټول ویب سايټونه د يو مرکز څخه مدیریت کيږي چې په پایله کې د معلوماتو رسونه اسانه کيږي.

په کنفرانس کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالی او اداري مرستیال ښاغلي ډاکټر هادي هدایتي په خپلو خبرو کې  وویل چې ددغه سیمستم د رامنځته کيدو څخه زموږ موخه د مخابراتي ټکنالوجۍ د و سایلو له لارې د ملت او دولت ترمنځ د اړیکو د تامینولو په اساس هېواد په معلوماتي ټولنه بدلول دي.

هغه زیاته کړه په دې موخه مو Content Management System رامنځته کړی  چې د پرمختللي معلوماتي ټکنالوجۍ څخه په ګټه اخېستنه  دولتي ادارې و کولی شي  خپل سايټونه په اسانه او چټکه توګه مدیريت کړي او ددې لارې  شته لاسته راوړنې، فعالیتونه او پلانونه له خلکو سره شریک کړي.

د دولتی بنسټونو په ټولنیزو پاڼو کې د مطالبو ښودل او نښلول، د معلوماتو خوندیتوب، د ویب سایټونو د پراخیتیا وړتیا، د مخکینې تخنیکي پوهې پرته د ویب سایټونو زده کړه او مدیریت، د سیستم د مدیریت لارښود او د دریو ( پښتو، دري، انګلیسي) ژبو درلودل ددغه سیستم له ځانګړنو څخه دي.

د یادونې وړ چې تر دا مهاله د ۲۵ بیلابیلو دولتي ادارو ویب سايټونه ددغه سیستم له لارې جوړ او مدیریت کیږی او په پام کې ده  چې د روان کال تر پايه د هېواد ټولې دولتي ادارې ددغه سیستم له لارې مدیریت شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۶/۱۲ - ۱۱:۴۶
Background image

د موټر چلولو ځیرک اجازه لیک، یا لایسنس د وېش لړۍ پیل شوه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر محمد فهیم هاشمي، نن شنبه د وږې میاشتې نهمه نېټه د موټر چلولو برېښنايي یا ځيرک لایسنس د وېش ازمایښتي لړۍ پرانیسته:
د پرانیستې په دغه مراسمو کې. . .

چهارشنبه ۱۳۹۸/۶/۶ - ۱۵:۴۱
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزیرد افغان بیسیم شرکت له عمومي رییس احسان الله بیات سره ولیدل

د مخابراتو سرپرست وزیر محمد فهیم هاشمي، نن چهارشنبه د وږي میاشتې شپږمه نېټه د افغان بیسیم له عمومي رییس احسان الله بیات سره یوه ځانګړې ناسته لرله.
په دغه لیدنه کې، ښاغلي هاشمي له. . .

چهارشنبه ۱۳۹۸/۶/۶ - ۹:۴۶
Background image

د مخابراتو سرپرست وزیر: هرات ولایت د ډیجټل کېدو لوړ ظرفیت لري

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر نن سه شنبه، د وږې میاشتې پنځمه نېټه په هرات ولایت کې د فن اوري چټک پرمختګ په ویاړ مراسمو کې وویل، چې هرات د ټکنالوژۍ پرمختګ په برخه کې یو. . .

بېرته خبرونه ته