د کرنې متخصصينو سره د اړيکو مرکز د پرانيستې مراسمو کې ګډون

Author image
Alireza Khaliqyar
یکشنبه ۱۳۹۷/۹/۲۵ - ۱۵:۳۲
اشتراک در افتتاح مرکز تماس دهقانان با متخصصین زراعت

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي د کرنې او مالدارۍ وزارت په نوښت د کرنې متخصصينو لپاره د اړيکو د نوي مرکز پرانیستغونډه کې ګډون وکړ.

له دې وروسته به کروندګر د ۱۰۵ ټلېفوني شمېرې له لارې د کرنې د خپلو کرنيزو ستونزو، محصولاتو او فعاليتونو په اړه د کرنې متخصصينو او سلاکارانو سره اړيکه نیسي او معلومات به تر لاسه کوي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر زیاته کړه چې په کرنه کې د ټکنالوجۍ څخه ګټه اخیستنه خورا اهميت لري او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د کرنې سکټور کې د ټکنالوجۍ د پراختيا لپاره د کرنې او مالدارۍ وزارت سره هر راز همکارۍ ته چمتو دی.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د وزارت د ټکنالوجۍ پنځه کلن سټراټيژيک پلان کې هم الکټرونيکي کرنې ته یوه برخه ځانګړې کړې چې دغه برخې ته وزارت پاملرنه په ډاګه کوي.

محترم شهزاد آريوبي ددغه غونډې په پای کې د کرنې او مالدارۍ وزیر محترم نصير احمد دراني سره د برېښنايي کرنې E-agriculture strategy لاسلیک کړه چې ددغه سټراټيژۍ له مخې کولی شو د کرنې او مالدارۍ وزارت سره د معلوماتي ټکنالوجۍ غوره پلانونه او خدمات شریک کړو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

د زابل ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د دیجیټلي مهارتونو له مرکز څخه ۵۱ تنه زدکوونکي فارغ شول

په هغه غونډه کې چې همدې مناسبت جوړه شوې وه د زابل ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس محترم مولوي عبدالهادي یحیی فارغ شویو ځوانانو ته...

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۱:۱۵
Background image

بغلان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

د دې غوندې موخه د مخابراتي خدمتونو د پراختیا، د اړیکو او انټرنېټ د کیفیت د ښه والي، د مشترکینو د شمېر د زیاتوالي، د تخنیکي سیستمونو...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۴:۴۹
Background image

ننګرهار ولایت کې د غیرقانوني پوستي خدمتونو د مخنیوي په موخه څارنه تر سره شوه.

د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښونې په اساس د ننګرهار ولايت په جلال آباد ښار کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رياست له لوري د پوستي...

بېرته خبرونه ته