د پکتیکا ولایت په اورګون ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو نوی سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۱ - ۱۴:۵۰
پکتیکا

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پلان له مخې د پکتیکا ولایت اورګون ولسوالۍ درې سیمه کې د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د سلام مخابراتي شبکې یو نوی سایټ د ټي ډي اف د لسمې پروژې په مرسته جوړ او د مخابراتي چوپړ د وړاندې کؤلو په موخه ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د یاد مخابراتي سایټ په فعالېدو سره به د پکتیکا ولایت د اورګون ولسوالۍ درې سیمی اوسیدونکي له مخابراتي خدمتونو برخمن شي او کولای شي له انټرنټي او مکالماتي چوپړ ګټه پورته کړي.

د یادولو وړ ده پکتیکا ولایت د اورګون ولسوالۍ اوسېدونکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له مشرتابه مننه وکړه چې د هېواد لرو پرتو سیمو ته یې ځانګړې پاملرنه کړې او هغه سیمې چې له ډېره وخته د مخابراتي خدمتونو څخه بې برخې وې اوس مهال ورته غوره مخابراتي چوپړ وړاندې کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۵۷
Background image

ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د یو شمیر مخابراتي شرکتونو د پیرېدونکو خدمتونو له استازولیو څخه څارنه ترسره شؤه

دپیرودونکو خدمتونو استازولیوڅخه د سیم‌کارتونو د ویش، ثبت او راجستریشن او پیرودونکوته...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۳۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۶:۱۶
Background image

د خوست ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو لپاره سروې ترسره شوه

د هیواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي آسانتیاو برابرولو په موخه دخوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او...

بېرته خبرونه ته