د پنجشیر ولایت په پریانو ولسوالۍ کې دمخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له لوري د کرېډټ کارټ د پلور له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۱ - ۱۱:۴۴
ولایت پنجشیر

د پنجشیر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له لوري د یاد ولایت په پریانو ولسوالۍ کې د مخابراتي شرکتونو اړوند کرېډېټ کارټ د پلور له بهیر څخه چې په فزیکي او بریښنايي توګه په عمده او پرچون ډول په پیرودنکو پلورل کیږی څارنه ترسره شوه..

د څارنې په ترڅ کې د مخابراتي شرکتونو اړوند د کریډټ کارټ پلورونکو ته سپارښتنه وشوه چې دغې برخه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اټرا ادارې د کړنلارې مطابق کرېډېټ کارټونه وپلوري او سپارښتنه ورته وشوه چې هیڅ څوک حق نه لري له ټاکل شوې معیاري بیې څخه په لوړه بیه په الکټرونیکي او یا هم فزیکي ډول خدمات سر ته ورسوي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت نظارتي ټیمونه د هېواد په ټولو ولایتونو کې د مخابراتي شرکتونو له خدماتو څار ترسره کوي او د غیر قانوني کړنو په صورت کې یې مخنیوي کوي او سرغړوونکو سره قانوني چلند هم کېږي

دیادولو وړده چی د پنجشیر ولایت پریانو ولسوالۍ هغو هټيوالو چې د کرېډېټ کارټ د پلور چارې ترسره کوي ژمنه وکړه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اترا ادارې کړنلاره به مراعتوي او له مخې به یې خدمات وړاندې کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۲۷
Background image

په هرات کې د سلام شبکې درې مخابراتي آنتنونه فعال شول

د یادو آنتنونو له فعالېدو سره به د فرسي ولسوالۍ مرکز او یو شمېر سیمې د۲جی، ۳جی او ۴جی مخابراتي خدمتونو...

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲
Background image

په کونړ ولایت کې د کارګو او پوستې شرکتونو څخه څارنه ترسره شوه

له دې څارنې څخه موخه د اړوندو شرکتونو د فعالیتونو ارزونه، د اصولو او مقرراتو رعایت کول، د خدمتونو د کیفیت ښه والی او د غیرقانونې فعالیتونو څخه...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۵
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال د دویم نړیوال ډیجیټلي فورم په کنفرانس کې د ګډون په موخه روسیې ته سفر وکړ

ټاکل شوې ده چې په دې فورم کې د بېلابېلو هېوادونو د دولتي ادارو، نړیوالو بنسټونو، د معلوماتي ټکنالوژۍ د برخې د متخصصینو او خصوصي سکټور...

بېرته خبرونه ته