د پنجشیر ولایت مقام د رهبرۍ او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست تر منځ ګډه ناسته ترسره شوه

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۱ - ۱۵:۵۳
مقام ولایت پنجشیر ثور ۱۴۰۲

د پنجشیر ولایت مقام د رهبرۍ او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست په ګډه غونډه کې په دغه ولایت کې د مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او پیاوړتیا په اړه خبرې وشوې.

په یاده غونډه کې د مخابراتي خدمتونو د پوښښ پر پراختیا او د کمزورو مخابراتي او انټرنیټي سیګنالونو پر پیاوړتیا ټینګار وشو او همداراز د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اترا ادارې د نوې کړنلارې له مخې د سیم کارتونو د بیا ثبت پر بهیر هم خبرې وشوې او د دغې پروسې د لا ښه پرمخ بیولو لپاره د ګرځنده ټیم جوړېدل یې ښه ګام وباله.

د یادونې وړ ده چې په نږدې راتلونکي کې به په پنجشیر ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې څلور سایټونه په فعالیت پیل وکړي.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

د زابل ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د دیجیټلي مهارتونو له مرکز څخه ۵۱ تنه زدکوونکي فارغ شول

په هغه غونډه کې چې همدې مناسبت جوړه شوې وه د زابل ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس محترم مولوي عبدالهادي یحیی فارغ شویو ځوانانو ته...

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۱:۱۵
Background image

بغلان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

د دې غوندې موخه د مخابراتي خدمتونو د پراختیا، د اړیکو او انټرنېټ د کیفیت د ښه والي، د مشترکینو د شمېر د زیاتوالي، د تخنیکي سیستمونو...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۴:۴۹
Background image

ننګرهار ولایت کې د غیرقانوني پوستي خدمتونو د مخنیوي په موخه څارنه تر سره شوه.

د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښونې په اساس د ننګرهار ولايت په جلال آباد ښار کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رياست له لوري د پوستي...

بېرته خبرونه ته