د هلمند دیجیتلی همږغی ریاست خپل لاسته راوړني او عمومي راپور له اولس سره شریک کړ
![گزارش پاسخ دهی دولت به ملت ولایت هلمند](/sites/default/files/2021-02/gzarsh_wlayt_hlmnd8.jpeg)
د هلمند ولایت مقام د غونډو په تالار کي د دولتي ادارو مسولینو اولس ته د خپلو کړونو حساب ور کړ.
د دیجیتلی همږغی ریاست په استازیتوب د فواید عامی رئیس اهل الله عبیدی د زیربنا سکتور رياستونو لاسته راوړني او عمومي راپور له اولس سره شریک کړ.
ښاغلي عبیدي په خپله وینا کې لاندې فعالیتونه د ولایت ډیجیټل همغږي کوونکي اداري خورا مهمو دندو په توګه یاد کړل:
۱. هغه (۸) بابه مکتبونه چې د نوری فایبر سره وصلیږي.
1) د بولان عالی لیسه
2) B2 عالی لیسه
3) شهید عبدالصمد روحانی عالی لیسه
4) دوستی عالی لیسه
5) لویه ادی عالی لیسه
6) لیسه کارته لګان شهید جبارقهرمان
7) تورټانګ د اناثو لیسه
8) لوی کلی عالی لیسه
چی تر اوسه د کارته لګان، شهید عبدالجبار قهرمان، د شهید عبدالصمد روحانی او د لښکربازار غربی اناث د لیسو د کندنکاری او پایپ کاری کارونه (۱۳۵۰) متره ترسره شوي دي.
۲. د پُست اړوند اجرا شوی خدمات
• د ۱۳۹۹ مالی کال په جریان کی د پُستی خدمتونو له طریقه (۴۴۱۱۳۸۵) افغانی عواید د دولت خزانی ته تحویل شوی دی.
• د ۴۱۲۵ په تعداد پاسپورټونه توزیع شوی دی.
• د مرکز څخه ۶۵ پوستی راغلی او د ۶۰ پوستو په تعداد مرکز ته استول شوی دی.
۳. د کمپیوټر ښوونیز پروګرام
د معلوماتی ټکنالوجی له ښوونیز پروګرام څخه ۲۰ تنه شاګردان فارغ شوی.
۴. په ۱۳۹۹ کال کی د افغان بیسیم مخابراتی شرکت لاندی ذکر سوی آنتنان د هلمند ولایت په مختلفو ساحو کی نصب شوی دی.
1) یو آنتن د بست هوایی میدان کې نصب کړي دي
2) یو آنتن یی د زړه قلعه سره نصب کړي دي.
3) یو آنتن یی د فابریکی نمری سره نصب کړي دي.
4) یو آنتن یی د کارته لګن سره نصب کړي دي.
5) یو آنتن یی د منار چوک سره نصب کړيدي.
6) یو آنتن یی د زراعت نمری سره نصب کړي دي.
7) یو آنتن یی د ګرشک نظر کلی سره نصب کړي دي.
8) یو آنتن یی د زیارت کلی سره نصب کړي دي.
(۱۱۰ ) په تعداد د سیمکارتونو اړوندو شکایتونو ته رسیدګی سوی ده.
(۱۲۰۰ ) په تعداد غیر قانونی سیمکارتونه د بازار څخه راټول شوی