د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر د کورنیو چارو له وزیر سره وکتل

mcitadmin
چهارشنبه ۱۳۹۷/۲/۱۹ - ۵:۳
fsdfd

د مخابراتو او معلو ماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي شهزاد اریوبي د کورنیو چارو وزیر ښاغلي احمد ویس برمک سره په ګډه ناسته کې چې د دواړو وزارتونو رییسان او تخینکي مسئولین هم موجود وو د ترافیکو او د تروریزم پروړاندې د مبارزې ریاستونو لپاره د مرکزې سیستم رامنځ ته کولو او پدې اړه شویو پرمختګونو او د پاسپورټ سیستم د پرانیستې مراسمو په تړاو چې د دواړو سیستمونو تخنیکي چارې د مخابراتو او معلوماتي او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اسان خدمت ادارې لخوا پرمخ وړل کیږي بحث او خبرې وکړې
د دواړو وزارتونو ګډ ټیمونه هڅه کوي چې د دغه سیستم د تطبیق د اهمیت په درک کولو سره چې په مختلفو برخو او په ځانګړې توګه د عامه خدمتونو په وړاندې کولو کې شفافیت، چټکتیا، او خوندیتوب رامنځ ته کوي تکمیل او پلی کړی. په عین حال کې د پاسپورت سیستم چې د مخابراتو وزارت د اسان خدمت ادارې لخوا او د کورنیو چارو وزارت د پاسپورت ریاست په همکارۍ جوړ شوی دی په لنډ وخت کې افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته