د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت کلنی کنفرانس پرانستل شو

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د روان ۱۳۹۲کال د کړنو او ستونزو د ارزولو په موخه د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت لخوا د دلوې میاشتې له ۱۵مې تر ۱۷مې نیټې پورې کلنی کنفرانس په لاره واچول شو.

په دغه کنفرانس کې چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم امیرزي سنګین هم ګډون کړی و د ولایاتو او مرکز ټولو رییسانو، د وزارت رهبري هیئت، د افغان ټیلې کام رهبري هیئت د اترا ادارې مشر او غړو په شتون سره تر سره شو.

دغه کنفرانس چې درې ورځې یې دوام وکړ د جلالتمآب امیرزي سنګين په پرانیسته وینا پیل شو او د وزارت د عمده لاسته راوړنو د یادولو تر څنګ یې ددغه کنفرانس د دایریدو مهمې موخې په لاندې ډول په ګوته کړې:

-        د تېر کال د کړنو ارزونه.

-        د تېر کال د پلانوه شریکول یو له بل سره.

-        د ولایتونو د مخابراتي او ټکنالوجۍ د اړوندو ستونزو شریکول د ولایتونو د رییسانو لخوا.

-        د نظریو شریکول او وړاندیزونه یو له بل سره.

همدارنګه ښاغلي سنګین  په خپلو خبرو کې د وزارت ددغه ټولو لاسته راوړنو عمده هدف ددغه وزارت د متحد ټیم محصول وباله، هغه ددغه وزارت لاسته رواړنه کافی ونه ګڼلې او ویې ویل چې د مخابراتو او ټکنالوجۍ د څرنګوالي او څومره والي لپاره په ټول هېواد کې جریان لري.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر زیاته کړه موږ نور تشویش نه لرو ځکه د هېواد د مخابراتو لپاره تهداب او بنسټ ایښودل شوی دی او له دې وروسته به ټول فشار د خدمتونو په غوره کېدو باندې وي، هغه په دې اړه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ له متعهد ټیم څخه د زړه له کومې مننه وکړه.

د کنفرانس په لړ کې د اترا ادارې مشر محترم عبدالوکیل شیرګل او د افغان ټیلې کام شرکت رییس ګل احمد راستمن خبرې وکړې او د غونډې ګډونوالو ته یې خپلې ستونزې او لاسته راوړنې وړاندې او وارزولې.

همدارنګه په دغه کنفرانس کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ اداري او مالي مرستیال ښاغلي وهاب الدین سادات د ۱۳۹۲ مالي کال د ارزونې په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل.

وروسته له اجندا سره سم د ولایاتو د رییسانو لخوا په زوني بڼه په اوو پړاوونو کې خپل پریزنتیشنونه وړاندې کړل او د اړوندو ولایاتو په ستونزو، ننګونو، فعالیتونو او توجهاتو یې بشپړې خبرې وکړې. په همدې ډول د کنفرانس په دویمه ورځ د مرکز رییسانو هم خپل مشکلات او فعالیتونه د پریزنتیشنونو پر اساس د وزارت د مرستیالانو لخوا وړاندې کړل.

په دغه کنفرانس کې چې درې ورځې یې دوام وکړ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ټولې لاسته راوړنې او ستونزې په مفصل توګه د وزارت د مسئولینو لخوا د کنفرانس ګډونوالو ته وړاندې شول او بحث پرې وشو چې شته ستونزو ته یې د حل لارو په پار خبرې وشوې. همدارنګه په دغه کنفرانس کې په هغه ستونزو او ننګونو جدي مکث وشو چې د مخابراتو او ټکنالوجۍ د لا پرمختګ مخه یې نیولې.

د کنفرانس په وروستۍ ورځ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مرستیال ښاغلي وهاب الدین سادات د کنفرانس ارزونه او جاج واخیست. هغه دغه کنفرانس ګټور وباله او ویې ویل چې له هر اړخه دغه کنفرانس له نورو کلونو غوره و، هم د رپوټونو په برخه کې او هم د نظم او انظباط له اړخه. همدارنګه ښاغلي وهاب الدین سادات په خپلو خبرو کې د ولایاتو په رییسانو ټینګار وکړ چې د خپلو کارکوونکو د ارزونې مسله جدي ونیسي ترڅو په اداراتو کې کیفیت او غوره والی لا زیات شي.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۲:۲۸
Background image

هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې داتصالاتو مخابراتي شرکت یو سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د یاد مخابراتي سايټ په جوړېدو سره به د لښکرګاه ښار بی ټي ون سیمې سربیره ډیری نیږدې سیمې له انټرنټي او مکالماتي...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۲:۳
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تخنیکي ټیمونو له لوري یو شمېر امارتي وزارتونو کې د ظرفیت لوړونې پروګرام پیل شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د تخنیکي او مسلکي ټیمونو له لوري په بېلابېلو وزارتونو کې د ظرفیت لوړونې...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۱:۳۸
Background image

میدان وردګو ولایت کې د لوړ تناژ ترازوګانو سیسټم جوړ او تطبیق شو

د یاد سیسټم په تطبیق سره به نه یوازې چارې آسانه او چټکې شي بلکې له مخې به یې په قانوني ډول د غټو موټرانو د بار اندازه...

بېرته خبرونه ته