د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت کارکونکو ته د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې دوه ورځینی سیمینار جوړ شو

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ډېری کارکونکي په هغه سیمینار کې چې د روان ۱۳۹۲ کال د سنبلې میاشتې د ۱۰ – ۱۱نیټې پورې د اساسی قانون پر تطبیق، څارنې او پوهاوي تر عنوان لاندې د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزارت د پست ریاست د کنفرانسونو په تالار کې جوړ شوی وو ګډون وکړ.

په پیل کې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي وهاب الدین سادات د خپلو خبرو په ترڅ کې د دغه ډول سمینارونو په لاره اچول ګټور او با ارزښته وبلل او ويې ویل: د قانون اهمیت یواځې د هغه په تصویب کې ندی بلکې د هغه په نافذیدو،منل کېدو او پلي کېدو کې نغښتی دی، مونږ هغه مهال کولی شو پراساسی قانون او نورو قوانینو عمل وکړو چې پر قانون او محتویاتو باندې پوه شو .
 ښاغلي سادات د افغانستان د اساسي قانون په هکله وویل: لکه څنګه چې ټولو ته جوته ده د افغانستان اساسي قانون د سیمې په کچه د ډیرو معتبرو قوانینو په جمله کې دی، مګر تر دې مهاله  په بشپړ تطبیق کې یې د ستونزو او خنډونو سره مخامخ یو چې عمده علت یې د قوانینو څخه د هیواد والو او دولتي کارکونکو بی خبري ده.

هغه پرمختللیو هیوادو ته په اشارې سره زیاته کړه: د پرمختللو ټولنو وده او تکامل د ژوند په ټولو چارو کې د قانون منل او پلي کول دي او خلک د قانون په تطبیق کې له دولت سره همکار دي. همدا راز ښاغلي سادات د سیمینار ټولو ګډونوالو څخه غوښتنه وکړه چی د هیواد د اساسي قانون په پلي کولو کې له دولت سره همکار وي او خپل مسوولت په دې برخه کې  ادا کړي.

وروسته پر اساسي قانون د څار کمیسیون مسسوولینو په وار سره د قوانینو پر اهمیت او د ټولنې پر وده او پرمختګ کې د قانونمندۍ اغیزې په هکله تفصیل سره خبرې وکړې او هیوادوال یې خپل دیني او وطني وجایبوته متوجه کړل.

په پای کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت حقوقي مشاور ښاغلی نورالله حبیب یار په هیواد کې د اساسي قانون په هکله ګدون کونکو ته معلومات وړاندې کړل او د سیمنارونو په لاره اچول یې د خلکو د پوهاوي لوړولو لپاره با ارزښته وبلل.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۴:۱۷
Background image

کندز ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د ډیجټلي مهارتونو ښوونیز مرکز کې د ۳۶ دورې لپاره د زدکوونکو د جذب په موخه آزموینه واخیستل شوه

د ډیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز کې په ۳۶ مې دورې کې د کمپیوټر اړوند زدکړو د حاصلولو په موخه له (۴۰) تنه زدکوونکو څخه...

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۳:۴۸
Background image

پکتیا ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د ډیجټلي مهارتونو ښوونیز مرکز کې د ۲۳ دورې لپاره د زدکوونکو د جذب په موخه آزموینه واخیستل شوه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د کمپیوټر ښوونیزو مرکزونو کې ګډونوالو ته د شپږ میاشتو په موده کې...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۹:۳۲
Background image

پروان ولایت مرکز چاریکارو ښار کې دوه مخابراتي سایټونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د مخابراتي خدمتونو د تیظیم (اترا) ادارې په ګډو هڅو او...

بېرته خبرونه ته