د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په معیاري ډول د تصفیه خونې د جوړېدو ډبره کېښودل شوه
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اړوند تصفیه خونه په معیاري ډول د رغولو په موخه له یوه کورني شرکت سره له قرارداد وروسته عملاً یې د جوړولو چارې پیل شوې.
د دغې تصفیه خونې له جوړېدو وروسته به فاضلاب تصفیه او پاکې اوبه به د سیند لوري ته سوق کېږي چې د وزارت سربیره به د چاپیریال په پاک ساتلو کې هم رغنده رول ولري.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي مولوي نجیب الله حیات حقاني دغې غونډه کې چې رسنیو او د کابل ښاروالۍ د ساختماني چارو مرستیال ښاغلي انجنیر عامر زمرک یاسر هم پکې ګډون درلود وویل، یاد قرارداد چې پخوا په لوړه بیه ترسره شوی و له کم ځنډ وروسته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له لوري په معیاري ډول رغولو په موخه له یوه داخلي شرکت سره د کابو لسو میلیونو افغانیو په ارزښت وشو چې دا د دې څرګندويي کوي چې اوسمهال د چارو د ښه ترسره کولو ترڅنګ شفافیت ته هم په پوره معنا پاملرنه کېږي.
د یادې تصفیه خونې رسمي اعمار د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د یوې غونډې په ترڅ کې رسما پیل او د اته میاشتو په موده کې به په معیاري ډول ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د یادونې وړ ده یاد قرارداد د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اټرا ادارې د ټي ډي ایف له بودیجې تمویلېږي .
