د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د هېواد جنوب شرق ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې له پکتیکا وروسته پکتیا ولایت ته سفر کړی

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۸ - ۱۳:۲۹
ولایت پکتیا

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د مخابراتي خدمتونو د ارزونې، د ټي ډي ایف د لسمې پروژې د تطبیق او همدا راز لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي خدمتونو د آسانتیاو د برابرولو په موخه د خپل ولایتي سفرونو په لړ کې پکتیا ته تللی او هلته یې د یاد ولایت له والي ښاغلي الحاج ملا مهرالله (حماد)

مرستیال والي ښاغلي شیخ انعام الله (صلاح الدین)، علماء کرامو او د سیمې له اوسېدونکو سره د دوی د ستونزو د هواري په موخه لیدنې کړي.

ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د پکتیا ولایت له والي ښاغلي الحاج ملا مهرالله (حماد) او مرستیال والي ښاغلي شیخ انعام الله (صلاح الدین) سره په لیدنه کې د ګڼو مسایلو سربیره په مخابراتي، انټرنټي او ټکنالوجۍ اړوند موضوعاتو خبرې کړي او همداراز هغه سیمې چې لا هم د پکتیا ولایت ګڼو برخو کې له مخابراني آسانتیاو بې برخې دي د ولایتي چارواکو لخوا د نویو مخابراتي انټنونو د جوړېدو غوښتنه ؤشوه، ښاغلي وزیر صاحب د پکتیا ولایت د سیمه ییزو چارواکو او اوسېدونکو په غوښتنه یاد ولایت ته ۳۰ مخابراتي ټاورونه چې د ولایتي مسؤلینو او اوسېدونکو لخوا اړین ګڼل شؤي وو، منظور کړل او اړونده برخو ته یې د سایټونو د جوړولو په تړاو لازمې سپارښتنې وکړې.

د ۳۰ مخابراتي انټنونو له جوړېدو سره به د پکتیا ولایت اکثریت محرومې سیمې له مخابراتي خدمتونو برخمنې شي او د یادونې ده چې تر دې وړاندې یاد لایت ته د ټي ډي ایف لسمې پروژه کې ۱۸ مخابراتي انټنونه هم منظور شؤي وو چې اوس مهال یې رغنیزې چارې روانې دي، په ټوله کې به د پکتیا ولایت ډیری محرومو سیمو کې د مخابراتي ستونزو د حل په موخه ۴۸ مخابراتي انټنونه نصب شي .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۷:۳۵
Background image

دپروان ولایت سیاه ګرد غوربند ولسوالۍ کې د اتصالات مخابراتي شرکت یوسایټ له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د هیواد لېرو او محرومو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي چوپړتیاو چمتو کولو په موخه د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او ګډ تخنیکي ټیم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۶:۵۷
Background image

کونړ ولایت کې د غیرقانوني پوستي خدماتو د مخنیوي په موخه څارنه تر سره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې په یاد ولایت کې هغه شرکتونو چې د پوسټي خدمتونو په برخه کې یې فعالیت کاوه سپارښتنه و شوه تر څو غیر قانوني پوستي...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۳:۵۳
Background image

د معلوماتي ټکنالوژۍ په نندارتون کې د علمي څېړنیزو پریزنټېشنونو د ګډون اعلان (Research Presentations from Academia)

د دې پروګرام موخه د پوهنتونونو، علمي څېړنیزو مرکزونو او د معلوماتي ټکنالوژۍ د صنعت ترمنځ...

بېرته خبرونه ته