د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د مخابراتي خدمتونو د ارزونې په موخه لوګر ولایت ته سفر وکړ

naweed_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۱۶:۲۰
سفر وزیر مخابرات به ولایت لوگر

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د مخابراتي خدمتونو د ارزونې په موخه لوګر ولایت ته تللی او هلته یې د مخابراتي خدمتونو د ارزونې، د ټي ډي ایف د لسمې پروژې پر تطبیق، ټکنالوجۍ او همداراز لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي پوښښ د آسانتیاو د رامنځته کولو په موخه د یاد ولایت له مرستیال والي ښاغلي مولوی محمد انور دین پرور، علماء کرامو، سیمه ییزو چارواکو، د ګڼو ولسوالیو ولسوالانو او د یاد ولایت له ځايي خلکو سره لیدلي.

د لوګر ولایت مرستیال والي ښاغلي مولوی محمد انور دین پرور د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني ته د ښه راغلاست تر څنګ یادونه وکړه چې لوګر ولایت ته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر سفر د دې ښکارندويي کوي چې د وزارت رهبري هېواد کې د مخابراتي سکټور د ودې او پرمختګ لپاره پوره ژمنتیا لري .

ښاغلي مرستیال والي د خپلو خبرو په ترڅ کې د لوګر ولایت د مخابراتي خدمتونو په تړاو څرګندونې وکړې او همدا راز یادونه یې وکړه چې د مخابراتو په برخه کې په ترسره شویو کارونو خوښ دی خو لا هم اړتیا لیدل کېږي چې د یاد ولایت یو شمېر سیمو ته د مخابراتي خدمتونو د آسانتیاو په موخه پاملرنه وشي، د لوګر ولایت مرستیال والي او د غونډې نورو ګډونوالو دغې ولایت کې د یو شمېر سیمو د یادونې تر څنګ غوښتنه وکړه چې د مخابراتي خدمتونو د پراختیا او آسانتیا په موخه ورته مخابراتي انټنونه ولګول شي.

سفر وزیر مخابرات به ولایت لوگر

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د لوګر ولایت د سیمه ییزو چارواکو او د ګڼو اداراتو منسوبینو او خلکو له لوري د ستونزو له اورېدو وروسته او د دوی د غوښتنو په اساس دغې ولایت ته ۳۳ مخابراتي انټنونه منظور کړل او مخابراتي شرکتونو ته یې په دې تړاو لازمې سپارښتنې وکړې، د ښاغلي وزیر صاحب په وینا د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت هڅه کوي چې هېواد کې خدمات معیاري او په عادلانه ډول د هېواد ټولو برخو ته چوپړ برابر شي چې د همدې چارې د ښه تطبیق په موخه د ۵۵۰ مخابراتي سایټونو علاوه چې د ټي ډي ایف له بودیجې منظور شوي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مشرتابه وخت په وخت د هېواد ګڼو ولایتونو ته سفر کوي او هلته د سیمې د اوسېدونکو ستونزې له نیږدې ارزوي او د ستونزو د حل په موخه ورته مخابراتي آسانتیاوې برابروي.

د یادونې وړ ده  د ۳۳ نویو مخابراتي آنټنونو سربیره تر دې وړاندې د ټي ډي ایف د لسمې پروژې په اساس لوګر ولایت ته ۹ انټنونه هم منظور شوي وو چې اوس مهال یې رغنیزې چارې روانې دي چې په ټوله کې به د دغې ولایت ګڼو سیمو کې ۴۸ مخابراتي سایټونه فعال او ګتې اخیستنې ته وسپال شي چې له دې سره به له مخابراتي خدمتونو محرومې سیمې تر مخابراتي پوښښ لاندې راوستل شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۰:۱۸
Background image

پکتیکا کې د څلورو نویو مخابراتي سایټونو تخنیکي سروی ترسره شوه

د شکین ولسوالۍ په رډانو او بازار سیمو، د ګیان ولسوالۍ په ولي‌وست سیمه او د نعمت‌اباد ولسوالۍ په...

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۱:۵۱
Background image

نورستان کې د مخابراتي شبکو له برېن‌شاپونو څارنه ترسره شوه

د نورستان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او اترا ادارې ګډ تخنیکي ټیم د دغه ولایت په کچه د مخابراتي شبکو اړوندو برېن‌شاپونو او نمایندګیو څخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۵:۵۶
Background image

په نیمروز کې ۸۰ غیرقانوني ایراني سیمکارتونه ضبط شول

د نیمروز ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د اترا مدیریت د معلوماتو له مخې، د زرنج ښار په مربوطاتو کې...

بېرته خبرونه ته