د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت نوې سرپرست او نوماند وزیره معرفي شوه

naweed_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۴ - ۱۶:۴۲
m

نن دو شنبه د روان کال د وږي میاشتې په څلور ویشتمه نېټه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت نوې سرپرست او نوماند ‏وزیره معصومه خاوري د ولسمشر د دوېیم مرستیال قانونپوه محمد سرور دانش له لوري ددې وزارت کارکوونکو ته وروپېژندل ‏شوه.‎

د آغلې معصومه خاوري د معرفي په غونډه کې د دولت لوړ پوړو چارواکو، ګڼ شمېر سیاسیونو، د ملي شوا غړو، رسنیو استازو ‏او ددې وزارت کارکوونکو ګډون کړی وو‎.

جلالتماب سرور دانش په خپلو خبرو کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د دولت یوه له مهمو او عایداتي څانګو څخه ‏وبلله، چې د ټکنالوجۍ په برخه کې وروستي لاسته راوړنو ته د لاسرسي لپاره د دولتي او خصوصي سکتور ترمنځ د پل حیثیت ‏لري.‎

هغه هیله څرګنده کړه چې د نوي مشرتابه په راتګ او د پخوانیو برنامو په دوام سره به د بریښنایي حکومتولی موخې او د دولتي ‏ادارو ډیجیټل کیدل به په راتلونکو کلونو کې پلي شي‎.

ورپسې، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزیرې اغلې معصومه خاوري د دې مسؤلیت لپاره د حکومت مشرتابه له ‏باور څخه خپله مننه او قدرداني څرګنده کړه او د وزارت راتلونکي لپاره یې د خپل د پلانونو په اړه خبرې وکړې‎.

معصومه خاوری نامزد وزیر وزارت مخابرات و تکنالوژی معلوماتی

اغلې خاوري په تیرو کلونو کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مشرتابه د خدمتونو یادونه وکړه او ویې ویل چې ‏نوی مشرتابه، د وزارت د موجوده پلانونو په تسلسل سره، د معلوماتي ټکنالوجۍ او مخابراتو سکتور ودې، برښنایی حکومتولی ‏رامینځته کولو لپاره نوي پلانونه او برنامې پلي کړي او د فساد او تبعیض پر وړاندې مبارزه کې به هراړخیزې هڅې وکړي.‎.‎

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ پخواني سرپرست وزیر ښاغلي محمد فهیم هاشمي د وزارت نوې سرپرست او نوماند وزیرې معصومه ‏خاوري ته د مبارکي ویلو تر څنګ په چارو کې هغې ته د بریا غوښتنه وکړه.‎

محمد فهیم هاشمی

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته