د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مشرتابه سره د هیواد د روغتیا سیستم ډیجیټل کولو پلان شریکول

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۲۳ - ۸:۵۱
طرح دیجیتل سازی

نن مازدیګر د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر وحید مجروح او د دې وزارت یو شمیر چارواکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ له وزیرې معصومه خاوري سره د هیواد د روغتیا سیسټم د ډیجیټل کولو پلان د شریکولو په موخه وکتل او د پروژې په اړه یې خبرې وکړي.

پدې ناسته کې د عامې روغتیا وزیر د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مشرتابه ته د هیواد د روغتیا سیستم ډیجیټل کولو پلان تشریح کړ.

تمه کیږي چې دا پلان به د رو ڼتیا په لور عمومي بدلون رامینځته کړي، د روغتیا سیسټم ټولو برخو کې یوشان معلومات راټول او په هیواد کې د باکیفیته خدمتونو لپاره لاره هواره کړي. نوموړي د پلان تخنیکي برخو د ارزونې او پلي کیدو په برخه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ له وزارت څخه د همکارۍ غوښتنه هم وکړه.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې د هیواد د روغتیایي سیستم ډیجیټل کول یوه مهمه اړتیا وګنله او د عامې روغتیا وزارت د ډیجیټل کولو د پلان هرکلی وکړ.

آغلي معصومه خاوري همدا راز زیاته کړه چې د هیواد د روغتیا سیستم ډیجیټل کولو پلان له مطالعې وروسته به د روغتیا وزارت تخنیکي همکارانو سره د پلان د بډاینې لپاره خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړي او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت به د دې پروژې په پلي کولو کې د روغتیا سکتور سره تخنیکي همکاري وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۹:۳۲
Background image

پروان ولایت مرکز چاریکارو ښار کې دوه مخابراتي سایټونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د مخابراتي خدمتونو د تیظیم (اترا) ادارې په ګډو هڅو او...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۴:۱۶
Background image

کندز ولايت کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو په موخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د اترا ادارې د ګډ مسلکي او تخنیکي ټیم له...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۵
Background image

لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

دغې غونډې کې د لوګر ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئيس محترم مولوي مطیع الله عابد د ولایت په کچه د مخابراتي خدماتو د ښه والي پر اهمیت...

بېرته خبرونه ته