د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پُسټي خدمتونو د پراختیا او مډرن سازۍ پروژې پرانېسته

Author image
Alireza Khaliqyar
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱/۲۲ - ۱۳:۰
افتتاح بخش اول پروژه عصری سازی خدمات پستی ریاست افغان پست وزارت مخابرات و تکنالوژی معلوماتی

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د افغان پسټ د پُسټي خدمتونو د پراختیا او مډرن سازۍ پروژې د لومړي پړاو پرانېست.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر شهزاد آريوبي د پرانېستې په مراسمو کې د پُسټ ریاست د کارکوونکو او مسؤولينو له کارونو او فعالیتونه مننه وکړه او زیاته يې کړه چې وزارت د عامه خدماتو د ساده سازۍ او ډيجيټل سازۍ لپاره توجه زیاته کړې او د مرکزي پُسته خانې پرانېسته يې ښه بېلګه ده
د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژی وزارت د ستراتیژیو پر بنسټ، د پستي خدمتونو د معیاري کولو په موخه د پراختیا او مډرن سازۍ د پروژې لومړی پړاو په
۱۳۹۷ کال کې ډیزاین او په بریالیتوب سره پای ته ورسید.
ښاغلي آريوبي زیاته کړه چې د پستي خدمتونو په سکتور کې اساسي بدلون راغلی او د هغه بدلونونو په اړه يې د رسنیو او ګډونوالو سره معلومات شریک کړل چې په تېر یو کال کې د پُسټي خدماتو کې رامنځته شوي ډي. 

۱: د نړیوالو معیارونو سره سم د مرکزي پسته خانې او د کابل د ۱۶ ښاري پسته خانو عصري سازي، او د ښه خدمتونو د وړاندې کولو په موخه له فایبر نوري سره ددې پسته خانو اتصال.
۲: د پارسل لاکر سیستم رامینځته کول، ددې سسټم په مرسته به له یوې خوا د پارسلاتو مصونیت او بلې خوا به انلاین ویش پیل شي.
۳: د ډیجیټلي پست بکسونو د سیستم پیل، ددې سیستم په مرسته به د پستي توکو مصونیت او محرمیت خوندي وساتل شي. 
۴: په حضوري چمن کې د پست ریاست او د پستي سورتینګ مرکز د نوي ودانۍ د جوړولو ډیزاین. 
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي زیاته کړه ړچې په
۱۳۹۸ کال کې د پستې سیستم د پراختیا پروژې دویم پړاو هم پېلېږي چې هغه کې د شلو پُسته خانو عصري سازي، موبایل اپلیکیشن، الیکترونیکي سوداګري او دفترونو لپاره د اوپن سپیس په ګډون ډیر نور نوښتونه په پام کې نیول شوي دي
د افغان پُسټ ادارې رئیس احمد وحید ویس وویل چې اداره يې پوره چمتو ده چې هېوادوالو ته غوره خدمات وړاندې کړي او د مرکزي پُسته خانې د عصري کېدو تر څنګ د با کيفيته خدماتو د وړاندې کېدو په موخه په روان کال کې د نورو سيسټمونو په جوړېدو هم کار روان دی.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۷ - ۲۰:۵۱
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۹:۵۸
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او د کار او ټولنیزو وزرات تر منځ دوه هوکړه لیکونه لاسلیک شول

په همدې موخه جوړې شوې ناسته کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني وویل، اوس مهال د ټکنالوجۍ...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۵:۳۷
Background image

د زابل ولایت توغان سیمه کې د روشن مخابراتي شرکت یو مخابراتي سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د زابل ولایت توغان سیمه کې د کندهار-زابل د عمومي لویې لارې د مخابراتي ستونزو د حل په موخه...

بېرته خبرونه ته