د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ریاستونو څخه لیدنه
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي شهزاد آریوبي د مخابراتو وزارت د بیلابیلو ریاستونو او ادارو څخه لیدنه وکړه.
ښاغلي شهزاد آریوبي لومړی د افغان پست ریاست ته ولاړ او د یادې ادارې د مسئولینو پلانونه او ورځنۍ چارې یې له نږدی وکتل.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر د پست پر اهمیت باندې ټینګار سره ددغې ادارې د ښه والي په اړه یې ورته لازمې لارښوونې وکړې د یادې ادارې له مسوولینو وغوښتل، چې خپلې ورسپارل شوې ورځنې دندې په ښه توګه او بې له ځنډه ترسره کړي او د مخابراتو وزارت له اړخه یې د هر راز مرستو ژمنه وکړه.
ښاغلي آریوبي په خپلو خبرو کې یادونه وکړه چې افغان پست رياست په ملي او نړيواله کچه خدمتونه ترسره کوي نو اړينه ده چې د ټولو شته امکاناتو څخه ددغه ادارې په مډرن کولو کې ورڅخه ګټه واخيستل شي
همدا راز ښاغلي شهزاد آریوبي د سایبري امنیت، نشراتو او عامه اړيکو، تحریراتو، وړکتون او نورو ادارو د کاري حجم او مسوولیتونو د زیاتوالي له امله ددې ادارو د کارکوونکو ستاینه وکړه او په ادارو کې پر نظم او ډیسپلین ټینګار وکړ.