د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د رهبري پلاوي غونډه ترسره شوه

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۹ - ۱۴:۲۲
جلسه هیئت رهبری وزارت مخابرات

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د رهبري پلاوي غونډه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په مشرۍ ترسره شوه چې د اجنډا مطابق په مهمو موضوعاتو پکې خبرې وشوې.

دغې غونډه کې چې د وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي مولوي محمد حنیف حمزه او تخنیکي مرستیال ښاغلي استاد پوهنیار احمد مسعود لطیف رای ګډون درلود پر ډیجیټل حکومتولۍ، د سیسټمونو د نیازمندۍ پر پوره کولو، ولایتي ریاستونو لپاره د الکټرونیکي حاضرۍ پر نصبولو او نورو موضوعاتو خبرې وشوې.

معینیت های وزارت مخابرات

ښاغلي وزیر صاحب د مخابراتي سکټور لپاره د نوي قانون پر جوړې شوې مسودې د وزارت د ټولو ریاستونو نظرونه واخیستل او همدا راز د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د حقوقي چارو سلاکار ښاغلي پوهاند سید حسن عدلیار په مشرۍ کمیټه وټاکله چې تر راتلونکې یکشنبې ورځې پورې له ټولو ریاستونوڅخه د قانون په تړاو نظرونه واخیستل شي او له نهایي کېدو وروسته له مقام سره شریک شي.

دغې ناسته کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د چارو د ښه پرمختګ او همدار راز د ولایتي ریاستونو سره د لا غوره همغږۍ او د هغوی د چارو ارزولو په تړاو هم خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې ټول ولایتي ریاستونه باید په الکټرونیکي حاضریو سمبال او مرکز سره ونښلول شي.

یاده غونډه کې د اجنډا مطابق ښاغلي وزیر صاحب د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ټول رییس صاحبان مکلف کړل چې د د دیجیټلي حکومتوالۍ عمومي ریاست له لوري د نیازمندۍ د مشخصولو په موخه جوړ شوي ټیم ته خپلې اړتیاوې ولېږي او خپلې چارې د اوسني عصر مطابق د سیسټمونو له مخې ترسره کړي چې له یوه لوري به د وخت د ضایع کیدوڅخه مخنیوی شوی وي او له بل لوري به وتوانېږو کم وخت کې ډېر کار ترسره کړو.

او همدا راز د غونډې په پای کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د دعوت او ارشاد او حقوقي چارو ریاستونو ته دنده وسپارله ترڅو د وزارت کتابتون لپاره د یو شمېرنویو کتابونو عنوانونه ولیکي او له مقام سره یې شریک کړې چې له مخې به یې د وزارت کتابتون غني او بډای شې او د وزارت کار کوونکي به وکولای شي له یاد کتابتون څخه په استفادې خپلې علمي سویې د لوړولو په موخه ترې ګټه پورته کړي، یاده کتابخانه کې به د وزارت په کچه اړین او ضروري کتابونه شتون ولري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۵
Background image

لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

دغې غونډې کې د لوګر ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئيس محترم مولوي مطیع الله عابد د ولایت په کچه د مخابراتي خدماتو د ښه والي پر اهمیت...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۱۰
Background image

دایکنډي ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې دسلام مخابراتي شبکې یو سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

دایکنډي ولایت کې د محرومو سیمو د مخابراتي پوښښ په دوام، د یاد ولایت شهرستان ولسوالۍ کې د سلام...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۹
Background image

خوست ولایت کې د پوستي او کارګو شرکتونو خدمتونو څخه څارنه تر سره شوه

د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوجۍ وزارت دهدایت په اساس خوست ولايت کې د مخابراتو رياست له لوري د پوستي او کارګو خدمتونو څخه...

بېرته خبرونه ته