د زابل ولایت نوبهار ولسوالی لوړګی سیمه کې دافغان بیسیم مخابراتي شرکت ۲ جی خدمتونه پيل شول
د زابل ولایت نوبهار ولسوالۍ لوړګي سیمې اوسېدونکو ته د مخابراتي او انټرنټي اسانتیاوو د برابرولو او د مخابراتي ستونزو د حل په موخه په دغې سیمه کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت ۲ جی خدمتونه پیل شول.
اوس د لوړګي سیمې اوسېدونکو سربیره د شملزو ولسوالۍ د ځینو سیمو خلک هم کولای شي مخابراتي خدمتونو ته لاسرسۍ ولري او خپلې مخابراتي ستونزې حل کړي.
د یادونې وړ ده چې د یادو خدمتونو له پیل څخه د سیمې خلکو خوښي څرګنده کړه او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د دغې اقدام هرکلی یې وکړ.