د برېښنایي تذکرو د وېش د عملي چارو هوکړه لیک لاسلیک شو

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د برېښنايي تذکرو د عملي وېش هوکړه لیک د مخابرات او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر انجنیر امیرزي سنګین او د کورنیو چارو وزارت د اداري مرستیال ډګرجنرال میرزا محمد یارمند تر منځ لاسلیک شو.

په همدې اړوند نن یکشنبه ۱۳۹۱ کال د وري د میاشتې په ۶ مه، د کورنیو چارو وزات په مطبوعاتي تالار کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او د کورنیو چارو وزارت د لوړپوړو چارواکو په ګډون مطبوعاتي کنفرانس جوړ شوی وو. د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاعلي امیرزي سنګین وویل : دا یو اړتیا ده چې د تذکرو اوسنی ساده سیستم نوی او پرمختللی شي، ځکه چې د تذکرو اوسنی سیستم ابتدایې بڼه لري او هر څوک کولای شي چې په ډیره اسانۍ سره جعلي تذکره ترلاسه کړي.

ښاغلي انجنیر امیرزي سنګین زیاته کړه چې دا نوې تذکرې چی هیوادوالو ته ورکول کیږي  ډیرې پرمختللې دي،ساری یې تراوسه د سیمې په هېوادونو کې نه لیدل کیږي ، په دغوپژندپاڼو کې د لاسونو د لس واړو ګتو نښې او د دواړو سترګو انځورونه اخستل کیږي، بل دا چې  ددې تذکرې کارت خپله پرمختللی دی چې د جعل شونتیا په کې نه لیدل کیږي.

 دغه تذکره ۷ ځانګړې نښې لري چې له نورو معلوماتو سره به  د یو ځانګړي ماشین په واسطه  د لایزر وړانګو په ذریعه به د مخصوص کارت پر مخ لیکل کېږي.

ښاغلي امیرزي سنګین داهم وویل :د دی پېژندپاڼو ویش سره  به د ټاکنو په بهیر کې روڼتیا رامنځته او له دې سیستم څخه به د روغتیا، پوهنې، سوداګری، حکومتدارۍ او نورو برخو کې به هم ګټه واخیستل شي.

 د دواړو وزارتو چارواکو په ګډه سره د دې ملي پروژې د بریالیتوب لپاره کلک هوډ څرګند کړاو وویل چی د هر وزارت مسؤلیتونه یې معلوم او روښانه دي، دواړو وزارتونو کې ددې پروژې د پلي کولو لپارهکاري ټیمونه جوړشوی دي .

 د کورنیو چارو وزارت مرستیال ډګرجنرال میرزا محمد یارمند وویل چې دا پروژه به په پوره ډول افغاني وي او په پنځو پړاوونو کې به بشپړه شي.

۱ -  د موادو او وسایلو لېږدول

۲ -  د پوهاوي پړاو

۳ -  په ټول هېواد کې ۴۰۱ ټیمونو جوړول

۴ -  د پېژند پاڼې د چاپ پړاو

۵ -  د پيژند پاڼو ورکولو پړاو

د یادولوو وړده چی ددغو پېژندپاڼو په درلودلو سره به هر افغان چی د نړۍ هر هېواد ته سفر وکړي، هغه هېواد به ددوی په هویت(افغانیت) کې هېځ شک ونه کړي، په داسې حال کې چې اوس زموږ هېواد وال په بهر کې  په دې اړه له ګڼو ستونزو سره مخ دي او د دوی افغاني هویت په اوسنیو ساده تذکرو سره نشي منلای د یادولو ده چې یادو تذکرو وېش به تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې عملي پیل شي

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۲:۲۸
Background image

هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې داتصالاتو مخابراتي شرکت یو سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د یاد مخابراتي سايټ په جوړېدو سره به د لښکرګاه ښار بی ټي ون سیمې سربیره ډیری نیږدې سیمې له انټرنټي او مکالماتي...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۲:۳
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تخنیکي ټیمونو له لوري یو شمېر امارتي وزارتونو کې د ظرفیت لوړونې پروګرام پیل شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د تخنیکي او مسلکي ټیمونو له لوري په بېلابېلو وزارتونو کې د ظرفیت لوړونې...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۱:۳۸
Background image

میدان وردګو ولایت کې د لوړ تناژ ترازوګانو سیسټم جوړ او تطبیق شو

د یاد سیسټم په تطبیق سره به نه یوازې چارې آسانه او چټکې شي بلکې له مخې به یې په قانوني ډول د غټو موټرانو د بار اندازه...

بېرته خبرونه ته