د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د دریو مهمو اقتصادي پروژو
بسم الله الرحمن الرحیم
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جلالتمآب ولسمشر په اجازه، د دوست او ګاونډي هیواد ترکمنستان جلالتمآب ولسمش، د کابینې وزیرانو، درنو حاضرینو، دولتي چارواکو او د دوه دوستو او ګاونډیو هیوادونو چارواکو، سیاسي شخصیتونو، درنو میلمنو السلام و علیکم و رحمت الله و برکاته!
نن ډیر خوشحاله یم چې په یوه خورا مهمه تاریخي پیښه کې چې د دوه ښه ګاونډي هیوادونو چې اوږد مهاله دوستانه اړیکې لري، افغانستان او ترکمنستان ترمینځ د دریو مهمو پراختیایی پروژو د پرانیستې په مراسمو کې حاضره یم.
د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت خوښ دی چې د پرانیستې لاسرسۍ پالیسي پلي کولو سره خصوصي مخابراتي شرکتونو ته د نوري فایبر تمدید او غزولو کې پانګوونې لپاره فرصت برابر شوی دی. د دې لاسته راوړنې یوه روښانه بیلګه د دوست او ګاونډي هیواد ترکمنستان څخه د افغانستان د بېسیم مخابراتي شرکت لخوا د نوري فایبر غزول دي ، چې نن یې شاهدان یو.
ا فغانستان دمخه د افغان ټلیکام لخوا د نوري فایبر په غزولو سره د ترکمنستان په ګډون پنځو ګاونډیو هیوادونو سره نښلول شوی او د واخان دهلیز له لارې چین سره د نښلولو لپاره هڅې روانې دي چې د دې پروژې په بشپړیدو سره به د افغانستان د نوري فایبر حلقوي رینګ پروژه بشپړه شي.
ګرانو حاضرینو!
د نوري فایبر لاین غزونه ډیری مخابراتي او انټرنیټي اسانتیاوې رامنځته کوي، او په حقیقت کې نوري فایبر د ۲۱ پیړۍ بنسټ دی. هغه څه چې په ۲۱ مه پیړۍ کې ترسره کیږي د نوري فایبر شبکې، اتصال او پر نړیوال ټکنالوجۍ پوهې پرته ناممکن دي.
د برښنایي حکومت پیاوړي کول او د افغانستان ډیجیټل کول د افغانستان د حکومت له اصلي اهدافو څخه دي دا اهداف د نوري فایبر شبکې پراختیا په شمول اړونده زیربناو په پام کې نه نیولو او چمتو کولو پرته ، نشي پوره کیدی.
افغانستان د آسیا یوې څلور لارې ته اړول، په تیرو پنځو کلونو کې د حکومت د رهبرۍ یو له مهمو شعارونو څخه و، چې نن یي پلي کیدو شاهدان یو.
افغانستان نه یوازې د ترانسپورت په برخه کې په سیمه او آسیا کې یو "څلور لارې" ګرځیدلی ، بلکې د "ډیټا او معلوماتو" لیږدولو کې به هم مهم رول ولوبوي
په پای کې ، باید وویل شي چې د افغانستان او د سیمې هیوادونو او ګاونډیو ترمنځ په بیلا بیلو برخو کې د بالقوه همکاریو ډیر فرصتونه شتون لري. زه ډیر خوشحاله او په ضمن کې باور لرم چې د دولت مشرتابه، او جلالتمآب ولسمشر، پدې برخه کې په پوره دقت او جدیت کار کوي.
په پای کې، زه یوځل بیا د دې دریو مهمو پروژو د پرانیستې مراسمو دواړو هیوادونو چې تل ښه ګاونډیان پاتې شوي دي مشرانو، چارواکو او خلکو ته مبارکي وایم، او دواړو هیوادونو ته د سولې، ثبات او هوساینې هیله کوم.