د ابتکارپروګرام کې د احتمالي نوي کاروبار پیل کوونکي په توګه د نوم ثبتولو بلنلیک

mcitadmin

دنشر تاریخ

د ختمیدو تاریخ

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت، د نړیوال بانک په همکارۍ، د افغانانو (نارینه او ښخینه) لپاره د نوي کاروبار د پیل کولو اسانتیاوي چمتو کړي دي. د نوي کاروبار پیل کولو دا پروګرام ابتکار نومول شوی دی. د ابتکار پروګرام موخه دا ده چې د نوي کاروبار پیل کوونکي کسان استخدام کړي، کوم چې د کاروبار لپاره نوښتګر نظریات لري، او معلوماتي او مخابراتي ټکنالوجۍ په برخه کې د خپلو شخصي کمپنیو جوړولو ته لیوال دي. که تاسي له دي کسانو څخه یاست، د نوي کاروبار پیل کولو دا پروګرام به تاسي ته هغو وسایل، سهولتونه، څارنه او زده کړه درکړي چې خپله نوي کمپنۍ جوړه کړئ او هغه په پښو ودروئ. د نوي کاروبار پیل کولو پروګرام، چې د نوي کاروبار پیل کوونکو د مدیریت مؤسسه یي پرمخ بیایي، نوي جوړي شويو کمپنیو ته به د اړتیا وړ زیربناوي، لوژستیکي ملاتړ، او د کاروبار د پراختیا د ملاتړ خدمتونه چمتو کړي، او دا ټول خدمات به وړیا وي، تر څو له تاسي سره مرسته وکړي جې خپل هغه کاروبار چې ورته لیوال یاست، پیل کړئ.

د نوي کاروبار پروګرام په پیل کولو سره، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت موخه دا ده چې په خپل ځان متکي د نوي کاروبار پیل کولو خدمات تاسیس کړي تر څو په افغانستان کې له نوي او مخ په زیاتیدونکي افغاني کاروباروي کمپنیو څخه ملاتړ وکړي، او په افغانستان کې د نوي او مخ پر ودي کاروبارونو سره د مرستي او همکارۍ ژمنه وکړي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت، په کابل کې میشت د ټکنالوجۍ او نوي کاروبار د مدیریت ادارهTechNation، چې د نړیوالو متخصصینو لخوا یي ملاتړ کیږي، ګومارليچې د نوي کاروبار پیل کولو دا پروګرام رهبري کړي، پراختیا ورکړي او مدیریت یي وکړي.

علاقه لرئ؟ که چیرې تاسي کوم کاروباري نظر او یا کوم تولید لرئ، او غواړئ چې هغي ته پراختیا ورکړئ او په یوه کمپنۍ يي بدله کړئ، موږ کولای شو ستاسي د نوي کمپنۍ کوربه شو. مهرباني ورکړئ او زموږ د وړتیا معیارونه ولولئ، او د درخواست فورمه، چې زموږ په ویب سایټ( (ibtikaar.mcit.gov.af ,                        کې موجود ده، بشپړه کړئ .همدارنګه تاسی کولای شی چی بشپړ شوی فورمه زموږ ایمیل ibtikaar@mcit.gov.af   ته را واستوئ.

یادونه: هغه کسان چې لا وړاندې یي دي پروګرام ته درخواست ورکړی، غوښتنه کیږي چې خپل درخواست دوباره راولیږي.

د نورو معلوماتو لپاره، مهرباني وکړئ او لاندې شمیرو سره اړیکي ونیسئ:

ټیلیفون: +93 (0) 788 161 862, +93(0) 700 776 05

 

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱ - ۹:۳۳ کابل
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ۱۸ پوړیزې ودانۍ د کانالیزاسیون شبکې د بیارغولو پروژې د داوطلبۍ خبرتیا

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ټولو وړ نوماندانو ته بلنه ورکوي چې د ۱۸ پوړیزې ودانۍ د کانالیزاسیون...

پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۸ - ۱۲:۱۴ کابل
Background image

د آسانتیا او نوښت او د پوستي شرکتونو د څارنې سیسټم رامینځته کولو مرکز د آی ټي برخې لپاره د تجهیزاتو چمتو کولو قرارداد ورکولو د پریکړې خبرتیا!

د دغه وزارت د آسانتیا او نوښت او د پوستي شرکتونو د څارنې سیسټم رامینځته کولو مرکز د آی ټي برخې لپاره د تجهیزاتو چمتو کولو پروژه...

Back to tenders