دپرمختللو موبایل براډ بانډ خدمتونو وړاندې کولو په موخو د فریکونسیو مزایدې د پایلو اعلان

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۹ - ۱۴:۲۳
مزایده بردباند فریکونسی

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت او د مخابراتي خدمتونو د نظیم اداره (اترا) ویاړي، چې د ګرځنده مخابراتي خدمتونو وړاندې کوونکو شرکتونو ته یې په هیواد کې دفریکونسیو د ویش مزایده (بولۍ)ترسره کړه.

دغه مزایده د ۲۰۲۴ کال د مارچ میاشتې په ۱۷ نیټه(چې دروان ۱۴۴۵ هـ ق کال درمضان المبارک میاشتې له ۷ او د۱۴۰۲هـ ش کال د کب میاشتې له ۲۷ سره سمون لري) ترسره شوه، چې پایلې یې په لاندې ډول دي:

دفریکونسي ۱۸۰۰ میګاهرتز بانډ

  1. اتصالات مخابراتي شرکت د ۲۰۰۵۰۰۰۰ (شل میلیونه او پینځوس زره) امریکایي ډالرو په بدل کې په ۱۸۰۰ میګاهرتز بانډ کې د ۵ میګاهرتز فریکونسي ګټونکی شو.
  2. روشن مخابراتي شرکت د ۱۹۰۰۱۴۰۰ (نولس میلیونه او څوارلس سوه) امریکایي ډالرو په بدل کې په ۱۸۰۰ میګاهرتز بانډ کې د ۵ میګاهرتز فریکونسي ګټونکی شو.

دفریکونسي ۲۱۰۰ میګاهرتز بانډ

  1. ام ټی ان مخابراتي شرکت د ۳۲۰۰۰۸۸۸ (دوه دیرش میلیونه او اته سوه اته اتیا) امریکایي ډالرو په بدل کې په ۲۱۰۰ میګاهرتز بانډ کې ۱۰ میګاهرتز فریکونسي ګټونکی شو.

دفریکونسي ۲۶۰۰ میګاهرتز بانډ

  1. داتصالات مخابراتي شرکت د ۱۳۶۰۰۰۰۰ (دیارلس میلیونه او شپږ سوه زره) امریکایي ډالرو په بدل کې په ۲۶۰۰ میګاهرتز بانډ کې ۱۰ میګاهرتز فریکونسي ګټونکی شو.
  2. دافغان بیسیم مخابراتي شرکت د  ۱۳۴۰۰۲۲۶ (دیارلس میلیونه، څلورسوه زره او دوه سوه شپږویشت) امریکایي ډالرو په بدل کې په ۲۶۰۰ میګاهرتز بانډ کې د ۱۰ میګاهرتز فریکونسي ګټونکی شو.

د پورتنیو پایلو په اساس د اتصالات مخابراتي شرکت ۱۵ میګاهرتز فریکونسي ، د ام ټی ان مخابراتي شرکت ۱۰ میګاهرتز فریکونسي، د افغان بیسیم مخابراتي شرکت د ۱۰ میګاهرتز فریکونسي او روشن مخابراتي شرکت د پنځه میګاهرتز فریکونسیو ګټونکي شول، چې د پنځوس میګاهرتز واړندې شوې فریکونسي څخه څلویښت میګاهرتز فریکونسي د ۹۸۰۵۲۵۱۴ (اته نوي میلیونه، دوه پنځوس زره، پنځه سوه او څوارلس) امریکایي ډالرو په ارزښت د یادو شرکتونو لخوا و ګټل شوه.

مزایده

دفریکونسي د مزایدې موخه په هیواد کې د مخابراتي خدمتونو وړاندې کوونکو شرکتونو لپاره په افغانستان کې دیادې محدودې طبیعي سرچینې څخه د اغیزمنې ګټې اخیستنې او دمخابراتي خدمتونو د لوړ کیفیت وړاندې کولو لپاره د مناسب چاپیریال رامنځته کول دي، چې په همدې موخه په دریو بانډونو (۱۸۰۰ ، ۲۱۰۰ ، ۲۶۰۰ میګاهرتز) کې مزایده ترسره شوه، د مخابراتي خدمتونو وړاندې کوونکي  د پرمختللي عریض بانډ او موبایل ټکنالوجۍ څلورم نسل (۴ جی) معیاري خدمتونو وړاندې کولو لپاره د فریکونسي د غو بانډونو ته اړ تیا لري.

دیادولو وړده چې دا پروسه  د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت د اترا اداري د فریکونسيو د تخصیص د پالیسۍ په رڼاکې، دمخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت د دیجیټلي حکومتولۍ متخصیصینو لخوا د جوړ شوي سیسټم پرمټ د افغانستان د اسلامي امارت د کابینې لخوا د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حقاني په مشرۍ د ټاکل شوې بین الوزارتي کمیټې په حضور کې په شفافه توګه تر سره شوه.

مولوی نجیب الله حقانی

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت او اترا اداره په مزایده کې له ټولو د خیلو اړخونو څخه د مننې ترڅنګ ګټونکو شرکتونو ته د زړه له تله مبارکي وایي او په هیواد کې مخابراتي خدمتونو ته د سراسري لاسرسي او نورو پر مختللو او با کیفیته خدمتونو د رامنځته کولو په موخه د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ سکتور و دې او پرمختګ ته ژمن دي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۳:۶
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د ډیجیټل حکومتولۍ عمومي ریاست له یو شمېر پروژو لیدنه وکړه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي حمدالله نعماني او مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري د ډیجیټل حکومتولۍ عمومي ریاست د یو شمېر پروژو.... . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۱:۱۴
Background image

د میدان وردګو ولایت په مرکز بهسودو ولسوالۍ کې دروشن مخابراتي شرکت له فعالیتونو څخه څارنه وشوه

میدان وردګو ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او تخنیکی ټیم له لوري د یاد ولایت مرکزبهسودو ولسوالۍ (کوه بیرون، سرخ آباد، مرک تاجکان او کوه سفید...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۹
Background image

د بامیانو ولایت سیغان ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ له رغنیزو چارو څارنه ترسره شوه

د هېواد محرومو سیمو ته د مخابراتي آسانتیاو د رسولو په دوام د بامیانو ولایت سیغان ولسوالۍ کوه ګدای کلي کې د افغان ټیلی‌کام مخابراتي شرکت د سلام شبکې یومخابراتي سایټ...

بېرته خبرونه ته