جمهوررئیس غني د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت او د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت له مسوولینو سره وکتل

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د افغانستان داسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن ماښام د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست شهزاد اریوبي او د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت مسوولینو سره په کتنه کې د هغوی د اجرااتو راپور واورېد.

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت سرپرست د انټرنیټي خدمتونو د بهیر په اړه خبرې وکړې وې ویل، د افغان ټلیکام د انټرنیټي خدمتونو او بیې ارزونه پیل شوی ده او ژر به د انټرنیټي قراردادونو د ارزونې راپور له جمهوري ریاست سره شریک شي.

وروسته د هېواد جمهوررئیس په دې اړه وویل چې حکومت او خلک د انټرنیټي خدمتونو له کیفیت په ځانګړي ډول د افغان ټلیکام انټرنیټ له بیې څخه راضي نه دي. هغه لارښوونه وکړه چې په دې اړه دې عملي طرحه ترتیب او د هغې د عملي کېدو په خاطر دې جدي اقدامات وشي.

جمهوررئیس غني دغه راز زیاته کړه چې د انټرنیټي خدمتونو د وړاندې کولو او مکالمو په طریقه دې غور وشي. هغه د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت د انټرنیټ د کفیت په ښه والي، د بیې په ټیټوالي او د کاري وړتیا پر لوړوالي هم ټینګار وکړ.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مسوولینو وویل، د انټرنیټي او مخابراتي خدمتونو د پیاوړتیا په اړه زموږ لومړنۍ ارزونې ښیي چې په دې برخه کې ظرفیت (وړتیا) شته او موږ د وړاندې کېدونکوخدمتونو د ښه والي لپاره هڅه کوو. هغوی زیاته کړه، د انټرنیټ د بیې او کیفیت په برخه کې به د پام وړ وړ ټیټوالي را شي.

 

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته