ام ټي ان مخابراتي شرکت اسهام رسماُ ام ون ګروپ ته انتقال او د یوه نوي نوم (ATOMA) په معرفي کولو سره یې خپل فعالیت پیل کړ

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۲۰:۴
وزیر

د افغانستان اسلامي امارت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د قوانینو په اساس ام ټي ان مخابراتي شرکت خپل اسهام په ام ون ګروپ وپلورل او اوس مهال به یاد شرکت خپلو مشترکینو ته د نوي برانډ اټوما (ATOMA) په نوم مخابراتي چوپړ وړاندې کوي.

په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني وویل ام ټي ان مخابراتي شبکه چې د هېواد ګڼو برخو کې یې خپل خدمات وړاندې کول وروسته له هغې چې دوی په آسیايي هېوادونو کې د خپلو خدماتو د کمولو او پر ځای یې په افریقايي هېوادونو تمرکز یاد کړ د ام ون ګروپ مسؤلینو افغانستان ته سفر درلود او د یادې مخابراتي شبکې د اسهامو د اخیستو وړاندیز یې وکړ، د ام ټي ان مخابراتي شبکې د اسهامو انتقال د افغانستان اسلامي امارت او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د قوانینو په اساس مخې ته لاړل او نن ورځ یاده شبکه په یوه نوي برانډ او نوم هېوادوالو ته د خدمت په موخه په فعالیت پیل کوي.

د غونډې په جریان کې ښاغلي وزیر صاحب وویل، اوس مهال افغانستان کې اسلامي نظام حاکم او د پانګونې لپاره بشپړه د اعتماد فضا منځ ته راغلې او په وینا یې د ام ون ګروپ افغانستان کې د پانګونې لپاره له مساعدو آسانتیاو په ګټې اخیستنې د ام ټي ان مخابراتي شرکت په میلیونونو ډالرو اسهام وپیرل او د مخابراتي خدماتو د وړاندې کولو په موخه یې اقدام وکړ، او همدا راز نوموړي وویل د مخابراتو وزارت له لوري مخابراتي شبکو د کیفیت د ښه والي په موخه افغانستان کې د فریکونسۍ د بریالۍ مزایدې په برخه کې مخابراتي شبکو د خپل کیفیت د لوړلو او همدا راز د غوره مخابراتي چوپړ د وړاندې کولو په موخه په ۳ مختلفو بانډونو کې ۴۸ مګاهرتز فریکونسي په کابو ۱۰۰ میلیونه ډالر اجاره کړه او دا یې څرګنده کړه چې اوس مهال مخابراتي سکټور د ودې او پانګونې لپاره جوګه دی، چې له مخې به یې د هېواد اکثریت سیمو کې مخابراتي آسانتیاوې ډېرې او د خدماتو کیفیت به ورسره لوړ شي .

ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د خپلو خبرو په داوم له ام ټي ان مخابراتي شرکت څخه مننه وکړه او اټوما مخابراتي شرکت ته یې سپارښتنه وکړه چې هېواد کې خپلو مشترکینو لپاره معیاري او ښه خدمات وړاندې کړي د جواز په ټولو شرایطو عمل وکړي چې د شبکې علاوه د خپلو مشترکینو حقوق پر ځای او خوندي وساتي، او همدا راز یادونه یې وکړه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت هڅه کوي هېواد کې د مخابراتي شبکو کیفیت ښه کړي او په وینا یې هڅه روانه ده چې د افغانستان په ګڼو سیمو کې مخابراتي سایټونو ارتقا ومومي چې اوس هم ګڼ مخابراتي سایټونه له ټوجي څخه تري جي او فورجي ته ارتقاء شوي او دا لړۍ د هېواد مختلفو سیمو کې پر مخ ځي، د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني خپل ولس ته ډاډ ورکړ چې د مخابراتي شبکو د کیفیت څارنه د هېواد په ټولو زونونو کې د ډرایف ټیسټ دستګاو په اساس سر ته رسېږي او د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د مخابراتي شبکو مسولینو ته هدایات ورکول کېږي.

د یادونې وړ ده د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د افغانستان اسلامي امارت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د قوانینو په رعایتولو سره ټولو مخابراتي شبکو ته د بشپړې همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ.

ورته مهال د کار او ټولنیزو چارو وزیر ښاغلي الحاج ملا عبدالمنان عمري د ټکنالوجۍ او ارتباطاتو په ارزښت خبرې وکړې او د ام ون ګروپ له مشرتابه یې مننه وکړه چې د دې سترې پانګونې په اساس یې نړۍ ته د افغانستان یو مثبت انځور وړاندې کړ .

د اټوما شرکت مسؤل ښاغلي هشام رمضان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني او ټولو منسوبینو څخه یې مننه وکړه چې د ام ټي ان مخابراتي شرکت اسهام یې په پوره قانوني چوکاټ کې ام ون ګروپ ته انتقال او اټوما ته یې افغانستان کې د مخابراتي چوپړ د وړاندې کولو په موخه د پانګونې او خدمت زمینه مساعده کړه، ښاغلي هشام رمضان ټینګار وکړ چې شرکت به یې هېوادوالو ته په معیاري او لوړ کیفیت خدمات برابروي، خپله زیربنا به نوې کوي او هڅه به کوي چې خپل خدمات فورجي ته لوړ او د هېواد ګوټ ګوټ کې افغانانو ته په لوړ کیفیت انټرنټي او مکالماتي آسانتیاوې برابرې کړي.

د اټوما مخابراتي شرکت رییس ښاغلي هشام رمضان ډاډ څرګند کړ چې د افغانستان اسلامي امارت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ټولو قوانینو پلي کولو ته ژمنتیا لري او د خپل شرکت په مرسته به مشترکینو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو سربیره ځوانانو ته د کار کولو فرصتونه هم برابر کړي.

د ام ټي مخابراتي شرکت چې په ۲۰۰۷م کال کې یې افغانستان کې خپل فعالیت پیل او همغه مهال راهیسې یې د هېواد په ګڼو سیمو کې خپل مخابراتي چوپړ وړاندې کاوه اسهام یې د قانوني مراحلو له طی کولو وروسته ام ون ګروپ ته انتقال او له دې وروسته به د اټوما مخابراتي شرکت په نوم فعالیت کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۰ - ۱۳:۸
Background image

د زابل ولایت مرکز کلات کې دوه سایټونه د ۴جی خدمتونو د وړاندې کولو په موخه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

زابل ولایت مرکز کلات کې د انټرنټي او مکالماتي خدمتونو د پیاوړتیا او پراختیا په موخه د افغان بیسیم مخابراتي...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۰ - ۱۱:۱
Background image

د غزني ولایت مرکز په ګڼو سیمو کې د مخابراتي پوښښ د پراختیا په موخه ۱۲ مخابراتي آنټنونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د غزني ولایت مرکز نو آباد، مغلان، ګوډلې، لب دریا، اربابا صاحب، محبس سیمې، بکاول...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۰ - ۹:۵۳
Background image

د خوست ولایت موسی خیلو ولسوالۍ کې د ټي ډي ایف لسمې پروژې د یوه مخابراتي سایټ له رغنیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

یاد مخابراتي سایټ چې د موسی خیلو ولسوالۍ کې یې رغنیزې چارې پیل شوي جوړېدو سره...

بېرته خبرونه ته