افغانستان د نړۍ د ټکنالوجۍ له چټک پرمختګ شاته نه پاتې کېږي

Author image
Alireza Khaliqyar
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۴/۲۵ - ۱۴:۷
Afghanistan would not lag behind in the course of extensive growth of technology in the world

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست محترم محمد فهیم هاشمی نن د هېواد د رسنيو مسؤولينو سره په یو مشورتي ناسته کې، د تېرې يوې مياشتې د لاسته راوړنو او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سکتور د ودې لپاره د راتلونکو پروګرامونو په اړه معلومات ورکړل.

ښاغلي هاشمي زیاته کړه چې په راتلونکو پلانونو کې يې، د فساد سره مبارزه، د انټرنټي خدماتو د بېو کمښت، د وزارت ظرفیت جوړونه، د لس سلنه مخابراتي خدماتو محصول ټولونې څخه جدي څارنه، د غوره انټرنټي خدماتو وړاندې کول، سمه ييز اتصال او د نوري فايبر شبکې پراختيا، الکټرونيکي حکومتداري او په ټوله کې د يوې مهمې او کليدي ادارې په توګه د خلکو په منځ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اعتبار جوړول شامل دي.

ښاغلي هاشمي وویل چې نړۍ کې ټکنالوجي په چټکۍ سره وده کوي، افغانستان هم باید ددغه پرمختګ څخه وروسته پاتې نه شي او په خبره يې هڅه کوي چې کروندګر، محصلين او ټول خلک انټرنټ ته لاسرسی ولري.
ښاغلي هاشمي زیاته کړه چې د وزارت په ظرفیت جوړونه کار روان دی او د پروګرامونو او مهمو پروژو په تطبیق سره د هېواد د معلوماتي ټکنالوجۍ سکټور ودې ته زمينه برابرېږي، تر څو افغانستان هم په دې برخه کې د نړۍ څخه وروسته پاتې نه شي.

نوموړي وویل چې د رسنیو سره د معلوماتو شریکولو ته ژمن دی او تمه لري چې رسنۍ هم ددغه سکټور د ودې په برخه کې خپل رغوونکی رول ادا کړي
 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۷:۳۵
Background image

دپروان ولایت سیاه ګرد غوربند ولسوالۍ کې د اتصالات مخابراتي شرکت یوسایټ له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د هیواد لېرو او محرومو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي چوپړتیاو چمتو کولو په موخه د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او ګډ تخنیکي ټیم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۶:۵۷
Background image

کونړ ولایت کې د غیرقانوني پوستي خدماتو د مخنیوي په موخه څارنه تر سره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې په یاد ولایت کې هغه شرکتونو چې د پوسټي خدمتونو په برخه کې یې فعالیت کاوه سپارښتنه و شوه تر څو غیر قانوني پوستي...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۳:۵۳
Background image

د معلوماتي ټکنالوژۍ په نندارتون کې د علمي څېړنیزو پریزنټېشنونو د ګډون اعلان (Research Presentations from Academia)

د دې پروګرام موخه د پوهنتونونو، علمي څېړنیزو مرکزونو او د معلوماتي ټکنالوژۍ د صنعت ترمنځ...

بېرته خبرونه ته