ارزګان ولایت په یوشمیر ولسوالیو کې دافغان بیسیم مخابراتي شرکت شپږو نويو سایټونو په فعالیت پیل وکړ

naweed_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۸ - ۱۰:۲۰
مخابرات ولایت ارزگان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په لارښوونه د ارزګان ولایت د چورې ولسوالۍ په نوري کلي ، د دهراوت ولسوالۍ په تنګي کلي ، د خاص ارزګان ولسوالۍ په قلعه خور کلي ، د چینارتو ولسوالۍ په پاتان او لنګر کلیو او د مرکز ترینکوټ اړوند په سرخوم کلي کې په فعالیت پیل وکړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د یادونې وړ ده د ارزګان ولایت په یادو ولسوالیو کې د مخابراتي خدمتونو د پراختیا او هلته د سیمې اوسېدونکو ته د آسانتیاو د رامنځته کېدو له امله ځایي اوسېدونکو خوښي څرګنده او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د هڅو ستاینه یې وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۹ - ۱۸:۵۴
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اړوند د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (آټرا) له لوري د ۱۴۹ مخابراتي سایټونو تړون لاسلیک شو

د ټي ډي اف لسمې پروژې د دریم لاټ قرارداد د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت، افغان ټیلیکام او اتصالات مخابراتي...

یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۸ - ۱۰:۲۰
Background image

ارزګان ولایت په یوشمیر ولسوالیو کې دافغان بیسیم مخابراتي شرکت شپږو نويو سایټونو په فعالیت پیل وکړ

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په لارښوونه د ارزګان ولایت د چورې ولسوالۍ...

شنبه ۱۴۰۳/۷/۷ - ۱۵:۲۷
Background image

پکتیا ولایت په وزي ځدراڼ ولسوالۍ کې د سلام مخابرتی شرکت یو سایټ له نوري فایبر سره وصل شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د هدایت پر اساس، د پکتیا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د سلام مخابراتي شرکت ...

بېرته خبرونه ته