د وزیر پیغام
بسم الله الرحمن الرحیم
نننۍ بشري ټولنه د خورا جدي ننګونو لکه د بیوزلۍ، لوږې، چاپیریالي بحرانونو، وچکالۍ، خوارځواکۍ، بروکراسۍ او اداري فساد سره مخ ده. بې له شکه، دا ګواښونه به د کرونا و وروسته نړۍ کېډیر شي او ټولنې به اقتصادي بحران سره مواجه کړي. په ۶۰ او ۷۰ مو زیږدیز کلونو کې، کله چې د غربت پدیده، تر ډیره د اقتصادي لید له پلوه مطالعه شوه، اصلي لامل یېټیټ عاید او بیکاريګڼل کېده. نن ورځ، کله چې ټکنالوجي ګړندۍ وده کوي او د انسانانو ژوند ټولو اړخونو ته خپره شوې، د بېوزلۍ اصلي لامل معلوماتي فقر په نامه یو فاکتور دی.
په نننۍ ټولنه کې چیرې چې د محتوا او معلوماتو تولید شیبه په شیبه په ډیر ګړندیتوب وده کوي، د ټولنو ترمینځ ډیجیټلي درز د پراختیاپه وړاندې یو له خورا مهمو فاکتورونو څخه دی.
له همدې امله نړیوال بانک په 2003 کال کې د نړیوال پیوند پروګرام د خپلو اصلي برنامو په توګه معرفي کړ ترڅومخ پر ودې هیوادونو سره مرسته وکړي.
د آسیایی هیوادونو لکه سویلي کوریا، جاپان او سینګاپور بریالي اقتصادي سیسټمونوته لنډه کتنه ښیې چې د معلوماتو او پراختیا ترمنځ نږدې او دوه اړخیزې اړیکې شتون لري.
په ورته وخت کې، افغاني ټولنه، په ځانګړي توګه د هیواد مخابراتي سکټور، د نړیوال سیسټم د یوې برخې په توګه تل د نړیوال پرمختګونو پروسې څخه اغیزمن شوی او پدې برخه کې يې ښه پرمختګ کړی.
زه غواړم له ټولو چارواکو او کارکوونکوڅخه چې پدې برخه کې یې کار کړی مننه وکړم.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزیرې په توګه، د جلالتمآب ډاکټر محمد اشرف غني تر مشرۍ لاندې د افغانستان د حکومت لیدلوری او لوړ هدف لکه:
د دیموکراتیک سیسټم پیاوړي کول، د فساد سره مبارزه، د دولت جوړونې او ملت جوړونې پروسې پیاوړي کول، اقتصادي وده، د خصوصي سکتور ملاتړ کول، د پانګونې راجلبول، د سولې سپیڅلي پروسې او د ځوانانو او ښځو دریځ هڅولو څخه په روښانه لید سره ژمنه یم چې خپل فعالیتونه په لاندې مهمو برخو کې متمرکز کړم:
۱- د وزارت مخابراتي او تکنالوجۍ کي زیربناوو پراختیا
۲- د مخابراتو په سکتور کې د پانګونې او اقتصادي ودې زیاتوالی
۳- د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په سکتور کې د ښځوځواکمنتیا او برخه اخیستنه
۴- نړیوالو تړونونوته پابندي، نړیوال بانک او نورو مرستندویانو سره شویو ژمنو پر وخت پوره کول.
۵- د ډیجیټل درز کمولو لپاره د دولت دوه مو بنسټونوډیجیټلي وړتیاوو او د خلکو پوهه پیاوړي کول.
۶- د برښناني حکومتوالۍ پیاوړي کول
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت کې همکاران باید پوه شي چې د دوی هر یو هڅې، نوښت او تخلیق به زما له سترګو څخه پټ نه وي او ټولې هڅې به مې د بشري وړتیاوو ودې لپاره وي.
له شک پرته، د مکافاتو او جزا اصل به د دندې په مدیریت کې په پام کې ونیول شي، وړ اشخاص به مکافات شي او هغه څوک چې د خپلو دندو په ترسره کولو کې له خپل واک څخه ناوړه ګټه پورته کوي او یا د دندو په اجراکې غفلت کوي د نافذه قوانینوله مخې به تادیب کیږي.
هغه څه چې تر دې دمه د دوامداره او هراړخیز پرمختګ ترلاسه کولو لپاره د افغانستان پرمختګ ورو کړی د هیواد د بیلابیلو بنسټونو ترمینځ د همغږۍ نشتون و.
له همدې امله د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له نورو وزارتونو، عامه او خصوصي څانګو سره د دوه اړخیزو یا څو اړخیزو همکاریو پر اصولو ټینګار کوي.
د سوکاله، خوندي او سمسور افغانستان په هيله
و من الله توفیق