د حکومت د رسنيو په مرکز کې د سرپرست وزير انجينر سيد احمد شاه سادات د وينا متن

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د افغانستان اسلامي جمهوريت

د مخابراتو او مالوماتي ټيکنالوژۍ وزارت


د حکومت د رسنيو په مرکز کې د سرپرست وزير انجينر سيد احمد شاه سادات د وينا متن

 

نېټه: د ۲۰۱۷ م، د اپريل ۲۱ مه نېټه

وخت: ۱۱ بجې، له غرمې مخکې

 

 

د لوی او مهربان خدای په نامه

 

 د مخابراتو او مالوماتي ټيکنالوژۍ وزارت ډېر قدرمن معين صيب، رئيس صيبانو، د حکومت د رسنيو د مرکز مسولينو او د رسنيو ډېرو درنو ملګرو او ژورناليستانو!

اسلام عليکم و رحمت الله...

خوشاله يم چې نن د رسنيو په کور کې له تاسې سره د يوې ډېرې مهمې او حياتي پروژې په اړه خبرې کوم چې له مودو مودو د افغانستان د خلکو غوښتنه او زمونږ هدف و. د مخابراتو او مالوماتي ټيکنالوژۍ په سکتور کې د افغانستان پرمختګ څخه سترګې نشي پټېدای او په دې ټول پوهېږو چې افغانستان په دغه برخه کې هم نور له احتياج او په يوه ځانګړي هېواد له اتکا څخه په وتو دی. د ارزانه، چټکو او مصوونو مخابراتي او انټرنيټي اړيکو درلودل زمونږ ستاسې ټولو غوښتنه او هيله ده. دغه ضرورت مونږ احساس کړی او په دې اړه مو بيخې ډېر کار کړی. لومړی راځم تاسې ته په همدې برخه کې د افغانستان او چين ترمنځ د وروستي تړون په اړه مالومات درکړم چې دوه ورځې د مخه مو چين ته په سفر کې د چين د مخابراتو او مالوماتي ټيکنالوژۍ له وزير سره لاسليک کړ. په دغه سفر کې ښاغلی قيومي صيب هم را سره و، او د هغه د هلوځلو منندوی يم چې وخت په وخت يې همکاري را سره کړې.

د دې تړون له مخې به چين د افغانستان سره په درې عمده برخو کې همکاري کوي:

لومړی:
د چين له کاشغر څخه به د واخان له لارې شاوخوا ۴۸۰ کيلومتره نوري فايبر تر فيض اباد پورې وغځول شي. دا نوري فایبر به د ورېښمو د بريښنايي لارې Digital Silk Road په جوړېدو کې مهم رول ولري. د ورېښمو د تاریخي لارې په مسیر د نوري فايبر تطبیق افغانستان نه یوازې له اروپا او پرمختللیو اسیایي هیوادونو سره وصلوي بلکه کولی شي چې د پاکستان، هند، ايران، ازبکستان، چین، تاجکستان، ترکمنستان تر منځ د مخابراتو په برخه کې د یوې برېښنایي څلور لارېDigital Hub رول ولوبويد ورېښمنو بريښنايي لاره به په اوږد مهال کې د سرک او اورګاډي ليکې لپاره هم لومړی مسير وي.

دوهم:
د چين هېواد به له افغانستان سره د دوهمې سپوږمکۍ يا افغان سېټ ۲ په برخه کې همکاري کوي.

دريم:

د مخابراتو او مالوماتي ټیکنالوژۍ په برخه کې به د کدرونو په روزلو او ظرفیتونو په لوړولو کې همکاري کوي.

دغه پروژه به د نړېوال بانک لخوا تمويلېږي. چې په راتلونکو دوه اونيو کې به يې لومړني کارونه لکه د تخنيکي ټيمونو جوړول، سروې او نور پيل شي. په راتلونکو دوه کالو کې به دغه پروژه تکميل شي او له دې سره په زمونږ د انټرنيټ سرعت ډېر شي او بيې به کمې.  

اوس راځو دې ته چې د مخابراتو او مالوماتي ټيکنالوژۍ وزارت په تېرو شپږو مياشتو کې کومې لاسته راوړنې لرلې.

لومړی:

د ۱۰٪ مخابراتي ماليې خبره ده، چې رسنۍ يې وخت په وخت په اړه پوښتنې کوي او ولس غواړي په اړه يې لازم مالومات ولري. تاسې د قضيې د نورو اړخونو او ستونزو څخه خبر ياست. نه غواړم په هغې خبرې وکړم. خو له هغې ورځې چې د دې وزارت په راس کې واقع شوی يم نو د ۱۰٪ مخابراتي ماليې لپاره مو يو نوی طرزالعمل نهايي کړی او د ولسمشرۍ ماڼۍ ته مو د بحث او منظورېدو په خاطر لېږلی. د دغه نوي طرزالعمل يا کړنلارې په مرسته مونږ کولی شو چې د ۱۰٪ مخابراتي ماليې په ورکړه کې کامل شفافيت رامنځته کړو او د هېوادوالو پيسې مستقيما د دولت خزانې ته ولاړې شي. د جلالتماب ولسمشر په ځانګړي هدايت په کابينه کې پرېکړه وشوه چې د نوي طرزالعمل او سستم په جوړېدو کې به درې وزارتونه دخيل وي. د اقتصاد وزارت، د ماليې وزارت او د مخابراتو وزارت. د دې پرېکړې په اساس د ااقتصاد وزارت محترم وزير صيب د دې کميتې رهبري کوي، د ماليې وزارت يې په تدارکاتي اړخ کار کوي او د مخابراتو وزارت به يې په تخنيکي اړخ کار کوي. ډېر ژر به دغه طرزالعمل او د نوي سستم د نصب او فعالېدو په اړه له رسنيو سره مالومات شريک کړو او تاسې به يې خپله ليدو ته را وبولو.

 

دوهم:

دوهمه مهمه موضوع چې د ټولو هېوادوالو او امنيتي ادارو غوښتنه وه، هغه د سيم کارتونو د راجسترېشن موضوع ده. مونږ دغې ستونزې ته رسېدګي کړې او کاملا ژمن يو چې د هېوادوالو دا غوښتنه به ډېر ژر پوره کړو. په دې اړه مو يو تخنيکي ټيم ګمارلی او هغوی په يوه داسې ميکانيزم کار کړی چې له طريقه به يې په ټول هېواد کې د ټولو مخابراتي شرکتونو مشتريان خپل سيم کارتونه راجستر کړي او  هويت به يې ثبتېږي.

دريم:

د دې لپاره چې د انترنيټ بيې ټيټي، خدمات يې هېواد شموله او ټولو ساحو ته ورسېږي نو د نوري فايبر شبکه له انحصار څخه باسو. مانا تر دې وخته د نوري فايبر شبکه يواځې د افغان ټيليکام په لاس کې ده، چې يو دولتي شرکت دی. تر دې وروسته په اوپن اکسس پاليسۍ Open Access Policyکار کوو چې له طريقه يې ټول مخابراتي شرکتونه کولی شي د نوري فايبر شبکې خدمات وړاندې کړي او حکومت به له دې لارې کافي عايد لاسته راوړي.

 

څلورم:

تاسې پوهېږئ چې په مخابراتي سکتور کې نړۍ ډېرچټک پرمختګ کړی او هره ورځ نوي نوي ابتکارونه او پرمختګونه تر سترګو کېږي. په همدې لحاظ مونږ د مخابراتو د څلورم نسل يا ۴جي ټيکنالوژي هېوادوالو ته وړاندې کوو او په دې اړه مو له ټولو مخابراتي شرکتونو سره خبره کړې چې ژر تر ژره دې خپلې ټولې دستګاوې اپډېټ کړي او د ۴جي خدمات دې وړاندې کړي. تاسې به په لنډ وخت کې د ۴جي خدماتو شاهد اوسئ.

 

پنځم:

افغانستان دا مهال يوه فعاله سپوږمکۍ لري چې همدا اوس هېوادوالو ته خدمات وړاندې کوي. دغه سپوږمکۍ افغان سېټ ۱ نومېږي. بدبختانه چې په ځينو رسنيو کې په دې اړه ناسم مالومات خپرېږي چې ګويا دغه سپوږمکۍ فعاله نه ده. دا يواځې اوازې دي چې هيڅ حقيقت نلري. مونږ به ډېر ژر د افغان سېټ ۱ تر څنګ د افغان سېت ۲ يا دوهمې سپوږمکۍ څښتنان هم شو. په دې اړه مو د چين هېواد، هند او نورو شرکتونو سره خبرې روانې دي. وګورو چې کوم تصميم مونږ ته ګټور تمامېږي.

 

شپږم:

د انټرنيت د بيو په کمولو کې مو پيل د سلام او افغان ټيليکام په خدماتو کې د ۲۰٪ تخفيف څخه وکړ. تاسې شاهد ياست چې اوس په دغو شبکو کې ۲۰٪ انترنيټي تخفيف سره زمونږ مشتريان زيات شوي او ولس يې له خدماتو څخه راضي دی. لږ څه ستونزې شته چې مونږ به رسيدګي ورته وکړو.

 

اووم:

د هرات، کابل، مزار او ننګرهار کې د سلام مخابراتي شبکې چې يوه دولتي شبکه ده، مخابراتي دستګاوې او ټول اړوند تخنيکي توکي اپډيټ او نوي کړل. چې له دې سره هلته خدمات ښه او چټک شوي دي.

 

اتم:

د هېواد شمالي ولايتونو ته انټرنيټ له کرغزستان څخه د تاجکستان په لاره راغلی. په تېرو دريو مياشتو کې مو د هغې ظرفيت دوه برابره کړی او ۵۰٪ تخفيف مو پکې راوستلی. چې دا لويه لاسته راوړنه ده.

 

نهم:

د مخابراتو وزارت د ابتکار پروژه مو پيل کړې او د هغو ځوانانو لپاره چې د مخابراتو او مالوماتي ټيکنالوژۍ نوښت وکړي او يا داسې اختراع ولري چې واقعا ګټوره وي. د مخابراتو وزارت يې په چوپړ کې دی او ملاتړ ته يې ولاړ یو. د دغسې مبتکرو ځوانانو سره مو د ۲۰۰۰ امريکايي ډالرو څخه نيولې تر ۸۰۰۰۰ ډالرو پلان جوړ کړی او ځينو سره مو مرستې کړې هم دي. تر څو په هېواد کې نوښت تشويق کړو او په دغه برخه کې کدرونه پيدا کړو.

 

لسم:

په لوګر ولايت کې ځينو هېوادوالو او د لوګر والي محترم فدايي صيب شکايت درلود چې انټرنيټي خدمات سم نه دي. ډېر ژر به هلته د ۵۰۰۰ لينونو لرونکې د ډي ايس ايلDSL دستګاه فعاله کړو.

 

يوولسم:

يوه بله مهمه موضوع په افغانستان کې د انټرنيټي جرمونوCyber Crimes وه. په دې اړه کافي ډېر وړانديزونه او غوښتنې شوې وې. هم د حکومتي ادارو، هم د ولسي جرګې او هم د خلکو له لوري. د مخابراتو او مالوماتي ټيکنالوژۍ وزارت په دې برخه کې قوانين جوړ کړي. د عدليې وزارت ته مو لېږلې او ډېر ژر به له پارلمان څخه هم تصويب شي. د دغه قانون په جوړېدو سره به د سايبر کرايم يا انټرنيټي جرمونو ته د رسيدګۍ لپاره يو يونټ جوړ کړو او مجرمين به يې عدلي ارګانونو ته ور پېژندلی کېږي.

 

دولسم:
د افغانستان ټول هغه مسجدونه چې د حج او اوقافو وزارت سره راجستر دي، ډېر ژر به يې د حج او اوقافو وزارت سره په همغږۍ موډرن او په انټرنيټي خدماتو مجهز وکړو. تر څو زمونږ علما له معاصرې ټينکالوژۍ سره اشنا او ګټه ځنې واخلي.

ديارلسم:

د هېواد په هغو لرې پرتو سيمو کې چې مخابراتي خدمات له ستونزو سره مخ دي او مخابراتي شرکتونه د پانګونې لپاره ستونزې پکې لري، هلته مو د افغان ټيليکام شرکت لخوا د افغان سېټ ۱ له طريقه د ۱۵۰۰ وي سي اين Village Communications Network-VCNشبکو د جوړولو کار پيل کړی. له دې سره به زمونږ سپوږمکۍ عايد هم ډېر شي او خدمات به هم وړاندې شي.

 

څوارلسم:

د اليکترونيکي حکومتولۍ په برخه کې تاسې پوهېږئ چې د مخابراتو او مالوماتي ټيکنالوژۍ ډېر نوښتونه لري او په راتلونکي کې به هم د ټولو ارګانونو سره په دغه برخه کې همکاري کوي. د پاليسۍ څخه نيولې تر تخنيکي همکارۍ او تطبيق کې به کار کوي. د انلاين پاسپورټ، انلاين موټرلايسنس، انلاين د برېښنا بېل د ورکړې، د اليکترونيکې رايه اچونې.... او داسې نور پروګرامونه.

 

پنځلسم:
کاپيسا ولايت د نوري فايبر شبکې سره نښلول، چې تېره مياشت مو دغه پروژه تکميل کړه او شاوخوا ۲ مليونه ډالره لګښت پرې راغلی و.

 

شپاړلسم:

کونړ ولايت له نوري فايبر سره نښلول چې همدا تېره اونۍ مو يې پرانسته وکړه او ګټه اخيستلو ته وسپارل شوه. په دغه پروژه ۳ مليونه ډالره لګښت راغلی او په تېرو ۱۵ مياشتو کې تکميل شوه.

 

اوولسم:

ډېره ژر به په خوست ولايت کې د نوري فايبر پرانسته وکړو او خوست به غلام خان بندر له لارې د نوري فايبر سره وصل شي. له دې سره به د نوري فايبر دريم پړاو تکميل شي.

 

اتلسم:

د نوري فايبر غځولو څلورم پړاو به راتلونکې مياشت پيل کړو چې د پاتې ۹ ولايتونه به هم د نوري فايبر سره وصل شي. مانا د ۲۰۱۸ کال تر پايه به ټول هېواد د نوري فايبر سره وصل شوی وي.

 

نولسم:

تر دې مهاله مو د هېواد ۲۲ پوهنتونونه له نوري فايبر سره وصل کړي او پاتې ۱۶ نور پوهنتونونه به هم ډېر ژر وصل او انټرنيټي خدماتو څخه برخمن کړو. دا به په اکاډيميکه ساحه کې د زمونږ د زده کړو کيفيت بهتر، څېړنيز ډګر کې ښه او محصلين مالوماتو ته اسانه لاس رسی ولري. په دوهم پړاو کې به د افغانستان ټولې ليسې هم له نوري فايبر سره وصل کړو.
 

کابو نور ډېر پلانونه لرو چې د ټولو يادونه به يې دلته وخت ونيسي. خو زه تاسې او دې ولس سره ژمنه کوم چې افغانستان به د په يوه برېښنايي ځالې یا ډيجيټل هب بدلوم. دې وطن کې کافي ډېر فرصتونه شته چې مونږ د مخابراتي او انټرنيتي ټرانزيټ له لارې مليونونه ډالره کلنی عايد ولرو. افغانستان به په يوه ډيجيټل افغانستان بدلوو. دا زمونږ اراده ده، تصميم مو دی او دې ارمان ته د رسېدو لپاره به په خپل ټول توان کار کوو.

 

ډېره مننه. ژوندی دې وي افغانستان

 

 

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۰:۳۲
Background image

د زابل ولایت په دایچوپان ولسوالۍ کې د یوه نوي مخابراتي سایټ جوړولو د سروې چارې تر سره شوې

د هیواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي آسانتیاوو برابرولو په موخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پریکړې...

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۰:۲۳
Background image

د لوګر ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې د روشن مخابراتي شرکت د یوه مخابراتي سایټ ظرفیت لوړ شو

د نوموړي مخابراتي شرکت د 4G انټرنیټي خدمتونو په فعالیدو سره به د یاد ولایت دبرکي برک ولسوالۍ اړوند سجاوند سیمې اوسېدونکي...

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د لوګر ولایت په خروار ولسوالۍ کې د یوه نوي مخابراتي سایټ جوړولو د سروې چارې تر سره شوې

د هیواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي آسانتیاوو برابرولو په موخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پریکړې...

بېرته خبرونه ته