د لوګر ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې د روشن مخابراتي شرکت د یوه مخابراتي سایټ ظرفیت لوړ شو
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د هدایت پر اساس، د لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د روشن مخابراتي شرکت په ګډو هڅو د یاد ولایت د برکي برک ولسوالۍ په سجاوند کلي کې د یوه مخابراتي سایټ انټرنېټي خدمتونه له 2G څخه 4G ته لوړ شول او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د نوموړي مخابراتي شرکت د 4G انټرنیټي خدمتونو په فعالیدو سره به د یاد ولایت دبرکي برک ولسوالۍ اړوند سجاوند سیمې اوسېدونکي وکولای شي لوړ کیفیت او چټک انټرنېټي خدمتونو ته لاسرسی ولري او خپلې مخابراتي او انټرنېټي ستونزې هوارې کړي.
د لوګرولایت د برکي برک ولسوالی اوسېدونکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د دغه اقدام ستاینه وکړه او د نوموړي ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، له هڅو یې خوښي څرګنده کړه.