د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري مرستیال د ټکنالوجۍ او زیربناء اړوند یو شمېر قراردادي شرکتونو سره ناسته وکړه
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي حافظ محمد امین جان عمري د وزارت اړوند د معلوماتو د مرکزونو لپاره د تجهیزاتو د چمتو کولو، د معلوماتي ټکنالوجۍ د نوښتونو د آسانتیاو او ابتکار مرکز لپاره د ټکنالوجۍ وسایلو برابرولو، د ۱۸ ولایتونو د روزنیز مرکز لپاره د تجهیزاتو چمتو کول، د ولایتي ریاستونو ۲۷ ولایتونو لپاره د سولري سیسټم برابرولو، د ټکنالوجۍ نوښتونو لپاره د لابراتوار چمتو کول ، د کلوډ شبکې زېربنا او مرکزي شبکې سره د ولایتونو د وصل، د نکسا او مصنوعي ځیرکتیا پروژو اړوند دویمه تعقیبي ناسته وکړه.
ښاغلي حافظ محمد امین جان عمري اړونده شرکتونو سره په لیدنه کې له دوی څخه د ترسره شویو چارو په تړاو معلومات وغوښتل او د چارو په ښه ډول سرته رسولو او معیار په پام کې نیولو یې ټینګار وکړ ښاغلي معین صاحب یادونه وکړه چې ټولې چارې باید پر وخت او په شفاف ډول سر ته ورسېږي او نتیجه یې له مقام سره شریکه شي.
اړونده قراردادي شرکتونو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له رهبرۍ مننه وکړه چې د چارو په سر ته رسولو او په دې برخه کې د همغږۍ په موخه ورسره وخت په وخت د ناستو تر څنګ لازمه همکاري کوي، دوی ډاډ څرګند کړ چې د وزارت اړوند پروژې به پر وخت سر ته رسوي او ټول هغه معیارونه چې دوی ته د قرارداد په شرایطو کې ذکر شوي په پام کې نیسي.
په دغې ناسته کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د تدارکاتو رییس ښاغلي مولوي عبدالهادي فرهاد، د وزارت اړوند د پروژو په تړاو معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ټکنالوجۍ د ودې او پراختیا په برخه کې یې ټولې پروژې تر کار لاندې دي او وخت په وخت یې له نیږدې څارنه ترسره کوي.
