پکتیا ولایت کې د یوشمیرمخابراتي شرکتونو د پیرېدونکو خدمتونو له استازولیو څخه څارنه ترسره شؤه

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۰:۵۴
ریاست مخابرات پکتیا

د پکتیا ولایت د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ ریاست او اترا ادارې له لوري د یاد ولایت مرکز ګردیز ښار کې د یو شمېر مخابراتي شرکتونو دپیرودونکو خدمتونو استازولیوڅخه د سیمکارتونو د ویش، ثبت او راجستریشن او پیرودونکوته دلازمو اسانتیاو برابرولو په موخه څارنه ترسره شوه.

د څارنې په ترڅ کې مخابراتي شرکتونو مسوولینو ته لارښوونه وشوه چې د سیمکارتونو د ویش، ثبت او راجسټریشن په برخه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت اترا ادارې کړنلاره په بشپړه توګه پلې او له مخې یې خپلې چارې سرته ورسوي، او اوسیدوونکو ته لازمې آسانتیاوې برابرې کړي.

د مخابراتي شرکتونو استازو هم ډاډ څرګند کړ چې خپلې ټولې چارې یې د اترا ادارې د کړنلارې مطابق تنظیم کړي او هڅه کوي خپلو پیرېدونکو ته په ګڼو برخو کې نورې آسانتیاوې هم رامنځته کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۱:۴۱
Background image

زابل ولايت کې د اتصالات مخابراتي شرکت د ۲ سایټونو د جوړولو لپاره سروې ترسره شوه

د هیواد محرومو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي آسانتیاوو د برابرولو په موخه د زابل ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۱:۸
Background image

لوګر ولایت څرخ ولسوالۍ کې په لومړي ځل د اټوما شرکت مخابراتي او انټرنیټي خدمتونه فعال شو

د اتوما مخابراتي شرکت یو سایټ چې ۲جي، ۳جي او ۴جي خدمتونه...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳ - ۱۰:۱۸
Background image

د پکتیکا ولایت کې د یو مخابراتي سایټ ظرفیت ۳جي ته لوړ شو

د اټوما مخابراتي شرکت د غوره او لوړ کیفیت مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د پکتیکا ولایت په سروبي...

بېرته خبرونه ته